
حمیدالله فاروقي: بهرنیان د کابینې په جوړښت کې لاسوهنه کوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳مه ۱۳۹۳ل): د ټاکنو له اوږدو لانجو وروسته د کابینې جوړښت او اعلان ولس ته په یوه سرخوږي بدل شوی. افغانان هره ورځ د نوې کابینې په تمه راپورونه څاري؛ خو د چارواکو د «یوې یا دوو» ورځو ژمنه لا نه ده رارسېدلې. د ۴۵ورځو وعده خو ډېر پخوا تېره شوه.
دا لومړی ځل دی چې د کابینې پر سر د ښکېلو اړخونو یو مخکښ غړی د کابینې د ځنډ په تړاو داسې څرګندونې وکړي. مخکې د عبدالله عبدالله د ټیم مخکښ غړي، سید اسحاق ګیلاني ویلي و چې دواړه مشران یوازې د ملي امنیت ریاست له پاره د ښاغلي رحمت الله نبیل پر غوراوي ځکه یوه خوله دي چې د امریکا او انګلستان سفارتونه د نبیل د کار دوام غواړي. ګیلاني دا هم ویلي و چې دی شاهد و چې د امریکا په سفارت کې جان کېري دواړو غاړو ته لارښوونې کولې چې څه وکړي.
اوس د ولسمشر اشرف غني د ټیم مخکښ غړي، حمیدالله فاروقي په ډېر صراحت سره په ډاګه کړې ده چې د کابینې د ځنډ لامل د کابینې په تشکیل کې د «ځینو بهرنیو کړیو» لاسوهنه ده؛ خو فاروقي دغه «بهرنۍ کړۍ» په ډاګه نه کړې. ښاغلي فاروقي دا هم ونه ویل چې دا «بهرنۍ کړۍ» د ګډ حکومت د کوم ټیم په ملاتړ لاسوهنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي فاروقي دغه څرګندونې د اجراییه رييس عبدالله عبدالله د ټیم له خوا رد شوې دي.
فاروقي وايي چې دغو بهرنیو کړیو کې دولتونه هم شته چې غواړي په نوې کابینه کې خپلو بانفوذه کسانو ته ځای ورکړي.
فاروقي ازادي راډیو سره ویلي:
«دې کې هیڅ شک نشته چې ځيني بهرنۍ کړۍ، بهرنۍ موسسات، نهادونه ان دولتونه هم دا تلاش لري او دا علاقه لري چې خپل هغه کسان چې د دوی له خط مشی او افکارو نه حمایت کوي دوی علاقه لري چې هغوي راشي.
خامخا به خپله توانايي چې لري صرفه به نه کوي او مداخلې به کوي».
ښاغلي فاروقي دا هم وايي چې د بهرنیانو له لاسوهنو سره سره به د ګډ حکومت مشران د دغو لاسوهنو د مخنیوي هڅې وکړي.
د کابینې په جوړښت کې د بهرنیو موسسو او دولتونو د لاسوهنو او خپلو نفوذي کسانو ځای پر ځای کولو خبره چې رابربنډه شوې ده، اوس نو د کابینې ځنډ ډېرې پوښتنې راپارولي دي. ایا کابینه به د تخصص او تعهد اصلونه په پام کې نیسي؟ روابط به د ظوابطو ځای ونیسي؟
د کارپوهانو په باور د نوي ګډ حکومت د کابینې په جوړښت کې د تخصص اصل په پام کې نه شي نیول کېدای؛ ځکه چې په راتلونکې کابینه کې د دوو ټیمونو شپږ تنه مشران رقابت کوي او سربېره پر دوی د ښاغلي فاروقي په وینا بهرنیان هم لاسوهنه کوي.
د بهرنیانو د لاسوهنې بربنډېدا سره له نوې کابینې ولسي هیلې په مړاوې کېدو دي. پر افغان کابینې داسې مهال چنې وهنې روانې دي چې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد امنیت مخ پر خرابېدو دی. طالبان سږ کال پر ژمي سربېره جګړه کوي.
نرغوندی ئ وهی،داځکه چی بادارحق لری چی دمینځی أوغلام په هرڅه أوهرځای کی ګوته یاهم ګوتی ووهی ،،وای دیسی دکوسوځای ده پی سپریزه سیدنظیمه ،،نوکابینه دغلامانودبادارانودګوتوځای ده پکښی وهی یی خارجیانو