نظــر

د شورای نظار د مشرانو د ترور په هدف د يوه ۳۰۰ کسيز پټ ځواک په تشکيل غور روان ده

د اشرف غني په مهمو پلويانو له مرګونو بريدونو وروسته داشرف غني خاصو امنيتي سلاکارانو  ده ته مشوره ورکړې چې يو درې سوه کسيز پټ ځواک د شورای نظار د مشرانو د ترور په هدف تشکيل کړي.
د يوې کره سرچينې د معلوماتو له مخې اشرف غني ته دغه وړانديز د ده د دوو خاصو امنيتي سلاکارانو جعفر او عثمان طارق له لوري شوی  . عثمان طارق د حزب اسلامي د اطلاعاتو د رياست يوپخوانی تکړه   کارمند ده چې فعلاً  داشرف غنی يو خاص امنيتي سلاکا ر او د انګليستان له استخباراتو MI6   سره فعال کار کوي .
سرچينه زياتوي چې اشرف غني خپلو دغو دوو امنيتي سلاکارانو ته ويلي چې داطرحه له حنيف اتمر سره شريکه کړئ . د سرچينې له قوله  کله چې د اشرف غني دغو دوو سلاکارانو خپله طرحه حنيف اتمر ته وړاندې کړه نوموړی ډير پرې خوښ او نوموړو ته يې په دغه طرحه دجدي غور وعده ورکړه، ددغې طرحې له مخې به د شورای نظار مشران د زهري پرمختللو موادو ، متفجره موادو او وسلوالو بريدونو په واسطه په سري ډول له منځه وړل کيږي . ويل کيږي په دغه طرحه کې داسې وړانديز شوی چې په هغو الوتکو او څرخکو کې دې پټ بمونه ځای پرځای شي په کومو کې چې د شوری نظار مشران سفر کوي .همدغه راز دوی ته په دفترونو کې د ماينونو په ځای پرځای کولو هم ټينګار شوی . دا طرحه په داسې حال کې وړاندې شوې چې اشرف غني غواړي په امنيتي ارګانونو کې د شوری نظار د موجوده نفوذ د خطر په وړاندې د خپل حکومت د دفاع په موخه ګارنيوزيون رامنځ ته کړي .
ديوې باوري امنيتي سرچينې د معلوماتو له مخې اشرف غني ته د ګارنيوزيون د جوړولو مشوره د ده کمونستو خلقي پلويانو ورکړې ده او نوموړي ته يې ويلي چې  که ګارنيزيون جوړ کړي  او خپل کوم وفادار جنرال د قومندان په توګه ورته وټاکي نو بيابه يې کنټرول په نظامي او امنيتي ارګانونو زيات او د يوه مستقل وفادار ځواک نه به برخمن شي . او بيا به  هغه تهديد ډير کم شې چې نوموړي ته په امنيتي او نظامي ارګانونو کې د شوری نظار له موجوده نفوذڅخه متوجه ده .
سرچينه زياتوي د ګډ حکومت د دواړو پلويانو په منځ کې بي اعتمادي اوج ته رسيدلې اوځکه اوس په فزيکي ډول د يو بل د له منځه وړلو په تلاش  کې دي .
د دغو تلاشونو په رأس کې د اشرف غني په پلويانو کې حنيف اتمر او په شورای نظار  کې د بلخ والي عطامحمد او امرالله صالح قرار لري .
ويل کيږي چې حنيف اتمر  اشرف غني په دې خبر کړی چې عطا او امرالله صالح د نوموړي (حنيف اتمر) د مرګ په تلاش کې دي . او شوری نظار بيا حنيف اتمر د خپلو مشرانو په وړاندې د دسيسو په جوړولو تورنوي او يو خطرنا ک شخص يې ګڼي او وايي چې نوموړی  له سي آی أي اوMI6 سره ډيرې نږدې ه اړيکې لري او که اشرف غني له منځه لاړ  نو ، نوموړی به يې په ځای راوستل کيږي .
د يادونې وړده چې حنيف اتمر يو پخوانی کمونست او د کمونستانو د مهال د استخباراتو يا (خاد) يو فعال چارواکی وو . او د مجاهدينو په ضد په جنګ کې يې يوه پښه هم له لاسه ورکړې ده ، نوموړی په استخباراتي چارو کې ډير مهارت لري . او سي آی اي ته ډير نږدې ده ځکه د سي آی أی په غوښتنه اشرف غني په ملي امنيت کې د خپل مشاور په توګه  ټاکلی .
د امنيتي چارو د شنونکو له آنده د دغو اختلافاتو تر شا بهرني پياوړي استخباراتي سازمانونه لاس لري او غواړي له دغې لارې هيواد په سمتي او لساني جنګ کې راګير او خپل اشغال ته دوام ورکړي.  او ډيره به ګرانه وي چې د دغه بل شوي اور د لمبو د زياتو مخه ونيول شي .

لیکوال :نور رښتياپال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
raz mohammed mohmend

afghanistan is home of all afghan,we hope all afghan to gether gave hands to build this country

ساحل

زما له احمد بریال څخه هیله ده، چې په داسې مطالبو خپرولو سره نور نو د افغانستان د خلکو وینې مه تویوئ. تاسې ولې د افغانستان د بېچاره ولس سره دومره دښمني لرئ، چې اوس لا هم د دوی ترمنځ کینې، نفرتونه او د غج اخیستلو احساسات رامنځته کوې. تاسې پرته له دې چې په دې ډول لیکنو سره د ولس تر منځ تفرقه او لرېوالی پیدا کړې بل هېڅ نه غواړې. پدې باید پوه شې چې الله جل جلاله به د آخرت په ورځ له تاسې څخه د دې ډول لیکنو پوښتنه خامخا کوي له امکان څخه لرې مه… نور لوستل »

سمیع همدرد

فکر کوم د نن ټکی د لیکوالانو هدف د افغانستان وحدت له مینځه وړل او د نفاق تخم پاشل دی وای یوه سړی بل ته ویل چه ډیر بی شرم بی سترګو او بی حیا سړی یی ځکه زه په هر خیرات کښی تا وینم دوهم سړی ورته وویل جنابه که تا هم دا صفات نه درلودی نو زه به د په هر خیرات کښی نه لیدم اولا خو دا چه دا خبر دروغ ځکه ده چه دموره مخفی پلان تر نن ټکی اسیا څنګه را ورسیده ؟ او که را ورسول شو بی شکه دا هم د هغوی امثالوهم… نور لوستل »

احسان الله‎‏ صادق ‎

هسی خوشی دروغ مه وایه

ابواحمد

خپله غاړې نه بندوم چی دداسي فوق العاده حالت ګواهي ورکړم : څکه چی دالومړی ځل دی چی داسي پټ معلومات مطبوعاتوته راووزي خو اکثریت افکار تردي لاهم زیات اختلافات دګډ حکومت دچارواکوترمینځ اټکلوي، ستبدي لک الایام ماکنت جاهلا/ ویأتیک بالاخبارمن لم تزودِ.

فاروق

سلامونه اوس هم مجاهد یی دا بابولالی وایه نور ددی ملت څخه څه غواړی شرم وکړه بس دی

محمد نصیر احدی

زما وروره د افغانستان خلک دومره هم کم عقل ندی چی په هره خبره دوی باور وکری
دا کوم درواغ چی تا نشر کری دی دي ته شکرور درواغ وایی ته په کوم دلیل دا خبره کوی
خیرنه په داسی بی عقل لیکنه چی کوی یی

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x