افغانستان

كندهار-بولدك: دعلي نیکه د لیسې ودانۍ جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارل شوه

boldak_laisa_kandaharنن ټکی آسیا: د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار د سپین بولدک په ولسوالۍ کې د علی نیکه په نوم د یوې عالي لیسې ودانۍ جوړه او ګټي اخیستني ته سپارل شوې ده.

د کندهار ولایت د مقام څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چي دغه ودانۍ دوه پوړیزه ده، او د سپین بولدک د ویش په سیمه کې موقعیت لري.

اعلامیه زیاته وي چي په دغه ودانۍ کې ۱۲ درسي خوني، ۲ اداري او ۳ د تحویل خوني وجود لری،

چي نیژدې ۹۰۰ زده کوونکي په کښي ځاییدلای سي.boldak_laisa_kandahar1

دغه ودانۍ د امریکا د نړیوالي پرمختیايي ادارې USAID  په مالي مرسته جوړه شوې، او څلور سوه زره امریکايي ډالره پرې لګښت راغلی.

د سپین بولدک ولسوالۍ د پوهني مدیر بدر الدین ویلي چي په دغه لیسه کې تر اوسه پوري یوازي د یوه کلي زده کوونکو زده کړې کولې خو اوس به د د شاوخوا درې کليو زده کوونکي په دې لیسه کې زده کړي وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x