نظــر

پیښور او شپاړسم دیسمبر۲۰۱۴

لیکوال: اسد الله رزین

په پیښور کې د دیسمبر د میاشتي د شپاړسمي نیټې غمیزه زموږ د نیژدې تاریخ د پیښو د سر په لیکه کې راځي. هغې چې د هر مسلمان دردیدلې او غمیدلې زړه ته یی یو وار بیا سیخ وروړ.

د هر کور د مینې کاسې یی ور واړولی، د ناز ډیوو ته یی ور پو کړل، د میندو غیږي یی ور لوټ کړی. او د سلګیو او آهونو په نه تمامیدونکې بیدیا یی ولورولې.

پلرونو او میندو خپله د هیلو دنیا ودانوله، ټولې ستونزې یی منلی، خو چې دهیلو
دنیا یی ونه نړیږي، او د زړه تکیه یی ماته نه سې.

دوی خپلې ټولې نیمګړې هیلې په هغوی پوره کولې. او چې کله به هم د ستونزو په څرخاو کې راغلل، نو بیا به یی د هیلو څرک همدغه تر ګل ډیر
ښایسته دزړه کترې وي، نو دا تر ګلانو ښایسته ګلان بیا چا وشکول، ولی یی وشکول، دا خو د هر چا ګلان وو، په دی ګلانو خو د هر چا زړه تازه کیده، دا خو بی ګناه ګلان وو، دا خو د بریالۍ سبا زیرې ګلان وو.

دا خو به خوارې مور او غم ځپلو خویندو هر سهار په ټول ناز او خیال د سبا جوړونې لپاره ښایسته کول، په مینو او ښکولولو به یی بدرګه د ښوونځی لور ته په خدای سپارل.

نن سهار یی هم ټولې مینې تری جار کړی. او لکه چې خبرې وی په الویزاندو زړو یی د هغه لور ته په هغه وسپارل.

دا کوم ظالم لاسونه ؤ چې زموږ سبا یی ووژله. او د مور او خویندو د انتظار ستونزمنې او اندیښمنې شیبې یی د شهید او په ځوانو وینو د لت پت ګران په سره جنازه کې سره را ونغاړلی.

د دیسمبر د شپاړسم غمیزه رښتیا هم ډیره ستونزمنه او له ویره ډکه وه.
خو اوس په کار ده چې په دی غور وسي چې داسې ولې پیښیږي. او تر څو به پیښیږي، څوک دا اشتباه کوي چې غم را میلمه کوي. او نه مو پریږدي چې باغونه مو ورسیږي، په ځان ویسا سو. او ځان ته په خپله د ژوند، پرمختګ او خوشالی لوری او موخه وټاکو، لاس ته یی راوړو. او دغه د لاندي لاس
ذلیل حالت ته دپای ټکی کیږدو.
موږ په خپله اشتباه او ګناه کوو او که یی بل څوک را باندې کوي چې هره روځ مو په کور دغم وریځې کته پورته کیږي. او د آرام او سا جوړونې فرصت نه سو موندلای.
ما ته خو موږ ته د ټولو پیښو د راپیښیدو لامل پخپله موږ ښکاریږو. او که یی بل څوک هم کوي خامخا به یی لاسونه زموږ په اوږو تکیه کړې وي.
د بیلګې په ډول روسانو په افغانستان یرغل وکړ، خو را له مخې کړې یی سلیمان لایق دغو وو.
بیا امریکایانو ملا وتړله چې خپل ځان پخپله و آزمویی، نو یی د یولسم ستمبر دروغجنه او مصنوعي پیښه بانه وګرزوله او له هره لورې یی په ګران هیواد اورونه راؤ ورول، خو راله مخې کړې یی شمالي ټلواله یا دوستم او عبدالله عبدالله دغو وو.

د پاکستان د اسلامي هیواد زورواک جنرال پرویز مشرف هم بې برخې نه شو پاته او ښه غوړه برخه یی پکې واخسته :

ظالم جنرال د هیواد ټول هوایی او ځمکنې وسائل د امریکا په واک کې ورکړل. تر څو د ده له لوري هم په ګران هیواد د وحشت او بربریت څپرې چې هغه نور کم ورته ښکاریدل راکته سې.

په موږ یی وحشت و وراؤ. او پاکستان یی د جنګ په ډګر بدل کړ. او د ویرې اچونې د عملیاتو د تر سره کولو لپاره یی د جنګ د لومړی لیکې پحیث وکاراوو. او د پاکستان هر ښار کلې او کور ته یی د امریکایی، غربې او هندې وحشت او نارواؤ لاس ور ورساؤ. او په هره کوڅه کې یی د وینو ډنډونه ورته وکیندل.
دا کار ډیر اوډلی او بی ځنډ او خنډه مخ ته ولاړ. د کړنو څرنګوالې یی داسې ښووله لکه پر له مخکې جوړي سوي خاکه چې ګړندي ګامونه اخستل کیږي.

د لال مسجد د ګډیدو کولنګ جنرال کفر ته په درناوې کولو کې ډیر مخلص را ووت او د دی اسلامې هیواد هر څه یی د هغوی تر پښو لاندې ولورول.

پردی پالی جنرال بادار ته د ډیرو نورو جنایتونو د تر سره کولو ژمنې هم ورکړې وی او ټولي یی سر ته ورسولې.
د اسلامي امت په سل ګونو پیاوړی او د ناز وړ زامن یی د لااله الا الله محمد رسول الله د کلمې په ګناه یا تر ستوني تیر کړل او یا یی په زړه بوږنونکو حالاتو کې په همدغسې زړه بوږنونکې ظلم او نامردی ونیول او په دغومره زړه بوږنونکې ډول سره یی د خپلو وحشي او غیری انساني زندانونو تورو او تنګو ښمڅو ته ور ټیل وهل.

دی مزدور جنرال دا ټولې نارواوې د یو شاباسې او په سر لاس تیرونې په بدل کې سر ته ورسولې. او بیا یی د مزدور له وحشته د بادارصلیبي وحشت او بربریت ته ور وسپارل.

د اتا تورک دی وفادار شاګرد استاذ ته په کتو او جنایتونو ته په درناوې کې یی په هغه چا هم رحم ونه کړ چا ته چې د ځمکې په مخ ټولو قوانینو او دودونو د مصئونیت او په عزت کې اوسیدو اجازه ورکړی وه.
مزدور جنرال هغه هم وداړه او چمبې یی په کې ښخې کړی.

له مشرف سره یی د بادار د خوشاله کولو کچه وه. په هغه ځورونکې کچه یی هغه مؤمن انسان وځوراوو. او د زندان په خالي پاته او تر ټولو تنګه او تیاره ښمڅ کې تیاره تعذیب خانه یی هم ډکه کړه.

جنرال د دغه تاریخي جنایت د تر سره کولو په بدل کې د جېب خوږولو او په سر د ښه خواږه لاس د را تیرولو ویاړ بیا تر لاسه کړ. او د پا ته ځورونو لپاره یی لاس تړلی د ګوانتنامو بد نام او د امریکا په ټنډه د سپکې نه ورکیدونکې داغ زندان ته ور واستاؤ.

او هغوی ؤ په اسلام آباد کې د افغانستان د هغه مهال د درناوی وړ سیاسي استاذی عبد السلام (ضعیف).

له پاکستان او اسلام سره بی وفا جنرال د خپلې سپۍ هیلې لپاره امریکا ته په ګونډو شو. او د خپل واک د حفاظت په بدل کې یی د پاکستان د اسلامي هیواد حفاظت لیلام، او امریکا د خپلو چټلو او اسلام دښمنو موخو د سرته رسولو لپاره رانیو.

رښتیا خبره دا ده چې امریکا د پاکستان له جوړیدو تر نن ورځې پورې پاکستان ته ښئ لاس نه ده ورکړی او نه یی له دی وروسته خیال لري.

امریکا نه په پاکستان د باور کولو لپاره دلیل لري او نه یی شونتیا ویني، نو ځکه یی تل تر خپل فشار لاندی ساتي، کار ځنې اخلي او د Do More  یا (نور هم) پالیسې پر چلوي.

د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل و چې د مشرف په مزدوره دوره کې د هیواد شمال غربي پولو ته د امریکایی موخو د تر سره کولو لپاره د امریکا په حکم د هغه باتور ولس د ځورولو او پر دي کولو لپاره د شر ځواکونه ور واستول شول. او ولس یی په ډیره لیږه موده کې د سهنې تر برید ور واړاؤ. او د ځان په وړاندې یی دښمنې ته را وباله .

د مزدور جنرال په شرمیدلې دوره کې د شمال غرب توریالی او د هیواد په ټولو ستونزمنو حالاتو کې تل په ډګر او چوپړ کې پیاوړی لاس پخپله مزدور واکمن د په سر لاس تیرولو په بدل کې غوڅ کړ.

او د خلکو د منځ خبره چې یادیده به : د پاکستان عسکري ځواکونه تل خپل ولوسونه ځپي او فتح کوی، یو ګام نوره هم حقیقت ته ور لنډه سوه.

او هم په څار کې د ناست غلیم د اختلاف اچونې آرمان وخوت، فتنه ډیره بریالۍ مخ ته ولاړه او د حل تر پولو واوښته.

که خپل فکرونه چلوو او د خپلې ارادی او احساس ذمه وارې تر سرلیک لاندې رغنده او کوټلی ګامونه پورته نه کړو، بیخې د منلو ده چې نوره به هم پسې واوړي، خو زما په خیال دا د عسکري ځواکونو ګناه نه بلکې د پردی پالې اومزدورې ادارې ګناه وه او وی به .

که تاریخ ته ور تیر سو هم دا خبره ډیره پکې را اوړي چې: مسلمان تل له دننه ډیر چیچل سوی ده. او که روان حالات او حاضر میدان وګورو هم بیخې له اندیښنې وتلې او سپینه خبره په لاس را کوي چې دا اوس اوس هم له دننه چیچل کیږو.

کیدای سې چې ډیری به د دغه رنګه چیچل کیدو لپاره خپل خپل دلایل ولري، خو ما ته چې کوم دلیل ډیر کره او پیاوړی ښکاریږي هغه زموږ مزدور او بل پالي حکومتونه دي.

د تعجب وړ او د ډیر افسوس خبره خو لا داده چې را باندی ګومارل کیږي هم مزدور. او چې کله بیا موږ ته د ټاکنو بلنه راکړه سې هم مزدور او غلام ټاکو.
نه خپلواکی او حر.
دا ځکه چې موږ خپله قیمتي رایه قیمتي نه بولو. او د احساس مسئولیت، ذمه واري او د رایی د ارزښت په تصور کې یی نه کاروو، د نوماند حقیقت او اصالت نه پلټو، د هیواد د ودانولو په آیینه کې یی نه ګورو. او د یو لړ افواهاتو او دروغجنو تبلیغاتو تر ډیر بد او وژونکې اغیز لاندی راځو.

موږ تر وسه هم په دی نه یو توانیدلي چې د دغه سپیره دود له بدمرغې اغیزه راووزو کوم هغه چې موږ یی په خپل ټول ژوند کې سپیره مخ، وچ او چاودلي شونډان پری ایښي یو او هغه دا چې د پیښې له پیښیدو وروسته آرمان کو، لاسونه موږو، تندی ټکو، غاښونه چیچو او ساړه ساړه اوسیلو.
سمه او معقوله خبره دا ده چې د پیښې علاج تر پیښیدو له مخه وسې.
زما په آند په کومه ورځ چې مزدور او په واک مین جنرال مشرف د بی ننګي مظاهره وکړه له پاکستان او اسلام سره یی د جفا او خیانت، او له امریکا او ټولې کفري نړۍ سره یی د وفا او صداقت لوړه وکړه.
هغه ننګینه ورځ ددی ټولو ناخوالو او بد بختیو لپاره سریزه ثابته سوه. او نه یواځې پاکستان بلکې ټول اسلامي امت یی د لیوني لیوه په ځګاړنه خوله کې ور واچاؤ. چې په ګران پیښور کې د دیسمبر د شپاړسمي غمیزه هم یوه له هغو وه، خو ددی لپاره چې بیا ونه چیچل سو، نو په کارده چې هوښیار او بیدار و اوسو. او د خپلې ښائستې او زړورې عقیدې په آسانه او ښکاره لارښوونوکې وړ د خپل احتیاط ، خپل ګامونه پورته کړو.

او د نه په صورت کې ډیره شونې ده چې د ښائسته پیښور د دیسمبر شپاړسمه غمیزه به د ټول امت او ځانګړي ډول سره د پاکستان د اسلامي هیواد او ټولې اسلامي نړۍ د ناز د دوهم کور لپاره خدای مه کړه د ډیرو نورو او سختو پیښو د پیښیدو سریزه ثابته سې.

رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

رزین صیب تاسو ته سلامونه او احترام په حقیقت ولاړه لیکنه مو کړې ده زه چې هر څومره سوچ کوم نو دا می زړه نه مني چې پاکستاني طالبانو به دا کار کړی وي په قبایلي پرګنو کې د غچ له دود سره سره قومي احساسات ډېر پیاوړي دي، زه فکر نه کوم چې دوی دې د داسې تاریخ سازه غچ لپاره د بریدونو هدف پښتون میشته پېښور وټاکي. د 9/11 له پېښې وروسته نړیوال استعمار په یوه خوله عملا د پښتنو د ورکې دسیسه او پروژه په مخ روانه کړې ده او هدف یی د پښتانو جینوسایډ او له… نور لوستل »

Hameed

ګرانه وروره ستا لیکنه ته په احترام سربیره زه وایم چی ددی ټولو بدبختیو اصلی لامل مونګه او تاسی نه یو بلکی د پاکستان خرکوس چارواکی او لوطی او زانی او شرابی استخباراتی اداره او فوج ده چی د وزیرستان په مظلومو خلکو یی د نورو د ګټو لپاره د بمونو باران جوړ کړی او له هیچ نوع جنایت نه یی په ضد مخ نه اړوی کومی نارواوی او نادودی چی دوی د افغانستان د مجاهدینو په مقابل کی کړی د بخښنی وړ نه دی او هیچ رحم باید ورباندی ونشی او اکثریت یی مباح الدم دی افغانستان ته د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x