شعـــــرونه

د شهید د مور اواز

لیکوال: سمیع الدین افغاني

کسی را مفتی ما کلید جنت بخشد
به قصد طفلکی از دامن مادر دزدند

شباب

د شهید د مور اواز

زمـــا نیاز بین د زړګـــي سره ځویه
ای ډیــر سپیڅلی پاک مظهره ځویه

ستا شهید پـــلار د ستا پــه تمـــه لاړو
له ډیـــر ناچـــار لـه درد او غمه لاړو

ته شوې د کـــور د ازوقـــې زمه وار
د پلار په شان زموږ دلسوز خدمتګار

ستا په زحمت کې موږ ماړه وو په نس
ستا په محنت کې محتاج نه وو د کس

ته افتخار ته مـــو غــرور وي د کور
ته مو ښادي ته مو سرور وې د کور

په تا بسیا وه واړه ورونـــه د ستا
ځوی کی او لــور د باغ ګلونه د ستا

خورکۍ دې ډیـــره وه په تا زهیره
محتاجه نه وه نه د چـــا مجبوره

خو تـــه ناچار وې د افغان بچي وی
د دې مــاحول ددې زمـــان بچی وې

ته وې مجبور د کور محتاج پوره کړې
د ورور او خور د تعلیم باج پوره کړې

مور ته دارو کـــور ته سودا راوړې
زموږ تیارو تـــه سپین سبا راوړې

ته هیڅ خبر له خپله ځـــانه نـــه وې
د خپل غـــمیزې له داستانه نه وې

چې درته څنګ کې ځانمرګی ولاړ وه
یو ډیر بې رحمه غلچکی ولاړوه

ته یې شهید کړې ستا ملګري شهید
دستا په شان یې ډیر سپیڅلي شهید

اوس دې خواخوږي ټول په ویرناست دي
ستا په ماتم پـــه زړه دلګیر ناست دي

زموږ پـــه کور اوس کـــربلا جوړه ده
هر خوا ته ویـــر دی واویلا جوړه ده

ټول ولسونـــه مـــو پـــه غـــم ژړیږي
د خپل خـــواخـــوږو پـــه ماتم ژړیږي

څوک مو په یو نوم څوک په بل وژني
څوک دي پردي او څوک مو خپل وژني
************
ربه تبا کړې فـــرعـــوني زور واکان
زموږ د عـــزت دا تـــاریخي دښمنان

مونږه په خپل کې کلی کور کړې ربه
ته مو نورخلاص له ظلم زور کړې ربه

چې موږ په خپلو کې یو لاس شو سره
ټینګ افغاني عزم ، احساس شو سره
————————-
سمیع الدین افغاني
۲۴ – ۱۲- ۲۰۱۴
م ۰ کال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x