
زندان
ورک دې شي نـوم د زندان ، مـخ د زندان ، رنګ د زندان
تــورو تیارو کــې انتظـــار ، زولـــنې ، شـــرنګ د زندان
هــــغه چــې څوګ څوکـــیداري د زندانــــونــو کــوي
ورک دې شي هغه چې څوک اوسې هم تر څنګ د زندان
اغـزن تارونه چې ترې تاو وې پرې دې اور ولګي
خړ دیوالونه، لوړ برجونه شه ړنګ بنګ د زندان
زنـــدان که هر څــو ښایسته وي له ګلونو ډک وي
خدای دې بوی نکړي په هیچا هم تور لونګ د زندان
یــــــو څـه ځــوانان مو د زنــدان تورو تیارو وخوړل
بریـــاله څه هم رانه بیل کــړل سپیره جــنګ د زندان.
رحیم بریال ،
۱۳۸۴، میزان ، ۵ نیټه ، بګرام زندان.