پکتیا: د بهرنيو ځواکونو یو تن ژباړونکي په ډزو یو پولیس مړ او بل ټپي کړ
نن ټکی آسیا: نن د پکتیا ولایت د څمکنیو په ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو یو تن ژباړونکي په ډزو سره یو تن پولیس مړ او بل ټپي کړ، د پولیسو په ډزو کې ژباړن هم ټپي شوی دی.
په دغه اړه ویل امنیتي چارواکو ویلي چي پولیسو د یو تن ژباړونکي څخه چي سردار ولي نومیږي، د وسلې اخیستلو کوښښ وکړ،
خو ژباړونکي د هغو اوامر ونه ومنله، او پر هغوی يې ډزي وکړې، چي له کبله يې د یو تن پولیس مړ او بل ټپي شو، د پولیسو په جوابي ډزو کې ژباړونکي هم ټپي شو.