د پیدایښت حقیقت ـ د ډاروین د نظريې رد ـ شپږمه برخه

ژباړه: دادمحمد ناوک

هغوی چې د ډاروين د غړو د استعمال له امله د ودي ـ نه استعمال او نه ودې؛  او د هغې نسلي لېږد مني، دوی د دليل په توګه په نسلو ـ نسلو کې د دوو کولمو تر منځ د «سکوم» موجوديت وړاندې کوي. دوی وايي چې د وړو او لویو کلمو ترمنځ د «سکوم» شتون موږ ته له پلرونو او نیکونو د داسې یوه غړي په توګه راپاتې دی، چې نه دی استعمال شوی او وده يې هم نه ده کړې. دوی وايي دا غړی به تر نسلو ـ نسلو همداسې بې کاره پاتې وي. په داسې حال کې  چې اوسنی علم وايي چې همدا سکوم د میکروبي په وړاندې د بدن د قوتونو د پوستې حیثیت لري. همدارنګه د پروفیسور عثمان برلاس، په خپل کتاب « روغتون او تشخیص» کې وايي: « هغه د انسان دویمه معده ده.» د دې غړي بډايي او ارزښت د وینو له هغو شریانونو هم معلومېږي چې پکې دي. د سکوم په اړه به وروسته هم پوره وغږېږو، فکر کوم د ډاروین د دې نظريې د رد لپاره همدومره بس دی.

ډاروين د انسان د ويښتو اړوند هم د «نه ودې» نظر لري او وايي، چې «د انسان نیکه ويښتان لرل، هغه ورو ـ ورو توی شول او وده يې ونه کړه، په پایله کې اوسنی انسان ترې جوړ شو.» مګر د ښځې پر بدن د نارینه غوندې د ويښتانو د نشتوالي اړوند داسې څه وايي، چې د بشپړتیا له نظريې سره هیڅ ورته والی نه لري. هغه وايي: «د ښځې د جذابیت په خاطر باید همداسې شوي وای.» دلته بیا د بشپړتیا پر ځای د یو حکمت او الهي خلقت له لیده غږېږي؛ مګر داسې فرضیه چې د کایناتو لويې او وړې زرې، د هغوی ګردش او پیدايښت د کلي شعور، مطلق علم، ارادې او قدرت پرځای، پر ماده، طبیعت، بې شعوره تصادف، بې علمه او بې ارادې حکمت ورا چوي؛ د ښځې پر بدن د نارینه غوندې د ویښتانو د نه موجودیت اړوند بیا یو حکمت، علت او شعور ته مخ ور اړوي؛ دا بشپړ تناقض، یو ډول تېښته او همدارنګه له واقعیته د تېښتې پرته د بلې لارې نشتوالي په ګوته کوي.  ډاروین د انسان د سر د ویښتانو د نه تويېدو اړوند هم ورته يو څه وايي: « څرنګه چې د انسان سر له وهلو او ټکرونو سره مخ کېده، نو باید ويښتان يې پاتې شي.» (ډاروین وايي چې د انسان سر وهل او ټکول خوړلي، مانا د انسان سر هم یو ډول استعمالېدونکی غړی دی، ځکه خو نو د ده د نظريې له مخې استعمالېدونکی غړی باید وده وکړي، او د ده په نظر ټول بدن هغومره نه دی استعمال شوی، ځکه خو يې ويښتان هم لکه د سر په څېر نه دي پاتې شوي. ژباړن.). لکه پوزه، تندی او په تېره بیا پښې او زنګونونه چې لږ له ټکرونو سره مخ کېږي، چې د تندي او پوزې ويښتان توی شوي او د زنګنونو ويښتان د سر په نسبت کم شوي دي!؟

نوي ډارونیستان د ژوندیو موجوداتو د چاپیريالي توافق «Adaptation» او وروسته د هغوی د بدلون اړوند داسې دلیلونه هم وايي.

په هغو ځایونو کې چې ګرد، دود او زنګ وهل « اکسیديشن» ډېر وي، لکه ځينې صنعتي اروپايي هېوادونه، نو په داسې هېوادونو کې د «صنعتي میلانیزم» په نامه له پېښو سره مخ کېږو، په داسې چاپیریال کې تېزرنګي خزنده د کم رنګو خزندو پر نسبت ډېر په تېز رنګو دېوالونو کې له خپلو دښمنانو پټېږي، ځکه خو د نسل لپاره مناسب ځای ورته ښکاري او ډېر نسل شاته پرېږدي. ویلای شوي چې یو بدلون رامنځته کېږي. داسې ورځ به راشي چې تېزرنګي خزنده به ډېر وي، خو کم رنګي به له منځه تللي وي.

د بشپړیتا لپاره د داسې دعوې د دلیل په توګه وړاندې کول څومره بې ځایه دلیل دی. ځکه چې که تېزرنګه خزندې وي، که کم رنګه؛ خو څه شي چې له منځه ځي یا پاتې کېږي هماغه خزنده دی. دلته له یوه نسله بل نسل ته د کوم بدلون لېږد، یا هم د نسلونو تر منځ بدلون نه ښکاري. نو ویلای شو چې خزندې له حالاتو سره برابر خپل رنګ بدلولی شي، تر دې زیات هیڅ هم پرې نه کېږي.

دوی د توافق له مخې د بشپړتیا د فرضيې لپاره د همجنسو ژوندیو موجوداتو تر منځ د توپیر دعوه هم د دلیل په توګه وړاندې کوي، هغه که د تصادف پایله وي یا د ځانګړو شرایطو او چاپیریال؛ د دې توپیرونو اړوند ویلای شو چې دا ډول توپیرونه تل ظاهري اړخ لري او په یوه نسل کې وي. د داسې توپیرونو اړوند چې په یوه نسل کې راپیدا کېږي دا سې دعوه نه شو کولای چې د مخلتفو نسلونو د بشپړتیا د بدلون د زنځير په اوږدو کې رامنځته شوي دي. که دعوه هم وشي، نو هیڅ علمي ارزښت به نه لري.

پاتې شته…

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د