افغانستان

هلمند: نفوذي عسکر د قومندان په ګډون شپږ عسکر ووژل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۴مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت مرکز لشکرګاه ته څېرمه نفوذي عسکر د قومندان په ګډون خپل شپږ ملګري ووژل.

دغه پېښه پرون ورځ غرمه مهال لشکرګاه ته څېرمه په لشکري سیمه کې د قومندان محمود په پوسته کې شوې ده.

په پېښه کې قومندان محمود له خپلو شپږو ملګروسره له منځه وړل شوی دی.

د هلمند امنیتي مسوولینو هم د دې پېښې اړوند څه نه دي ویلي.

طالبانو د خبر پاڼې په خپرولو ویلي دي، چې برید د دوی ملګري کړی دی او دوی ته روغ ور رسېدلی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې بریدګر دوی ته ځينې مهمات هم ور رسولي دي او په پوسته کې يې یو رینجر موټر او دوه موټر سایکل سوځولي دي.

یاده دې وي په افغان امنیتي ځواکونو کې نفوذي بریدونو د هغوی په منځ کې د بې باورۍ فضا سخت غښتلې کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x