ټولنیزه برخه

نړۍ د هیوادونو د نومونو معناوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۴مه ۱۳۹۳ل):

افغانستان: د افغانانو د اوسېدو سیمه، چې دا لغت فارسي ریښه لري.

البانیا: د غرنیو خلکو ځمکه.

المان: د ټولو خلکو یا جرمن قوم د اوسېدو ځمکه، چې فرانسوي ــــ جرمني ریښه لري.

اتريش: د ختیځ شاهي نظام معنا په لرلو سره جرمني لغت دی.

ازبکستان: د خپل سرو خلکو ځمکه، چې سغدي ـــ ترکي ــــ فارسي ریښه لري.

اسپانیا: د غرنیو سویانو ځمکه چې فنیقي ریښه لري.

استرالیا: سویلي سیمې په معنا چې لاتیني ریښه لري.

الجزاير: د ټاپوګانو معنا لري او عربي لغت دی.

اندونیزیا: د هند د ټاپوګانو مجموعې په معنا چې فرانسوي ریښه لري.

انګلینډ: انګل قام د اوسېدونکو سیمه.

اوکراین: سرحدي سیمې په معنا او سلاوي ژبې لغت دی.

امریکا متحده ایالات: د امریکو سپو، چې بو ایټالوي سمندر ګرځېدلی دی له نوم څخه اخیستل شوی.

ایران: د اریایانو ځمکه.

ایرلینډ: د دایر قام سیمې په معنا چې انګرېزي ریښه لري.

ايسلينډ: یخه سيمه چې ايسلينډي معنا لري.

بحرین: د دوو سیندونو یا بحرونو په معنا دی او له عربي ژبې څخه اخیستل شوی.

برازیل: د سور لرګي معنا لري.

برتانیه: د انځور کړای شویو خلکو سیمه، چې لا تیني ریښه لري.

بېلا روس: سپینه روسیه چې د روښانه سپین معنا ورکوي. بېلا= سپین او روس =روښانه.

بلجیم: د بلج قام سیمه، چې له سلټي قومونو څخه و.

بنګلادېش: چې د بنګال د خلکو د اوسیدو سیمې معنا لري چې (دېش) یی سانسګرېټ لغت دی او زموږ دهیواد دځینو سیمو په نومونو کې هم همدا لغت لیدل کېږي.

لکه کامدېش، ګردېز چې په اصل کې ګردېش و چې بیا ګردېس او ګردېز شوی یعني د غرنیو خلکو سیمه.

پاکستان: د پاکو خلکو هيواد په معنا دی.

احرارمموزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x