افغانستان

وردګ: د ناټو پر اکمالاتي کاروان برید کې زیات شمیر اکمالاتي موټر له منځه تللي

nato_trucks_burning_in_afghanistanنن ټکی آسیا: د وردګ ولایت د سید اباد په ولسوالۍ کې د طالبانو په وسله وال برید کې د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتي کاروان یو شمیر موټر ویجاړ شوې او یو شمیر ساتونکي يې هم ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه اړه ویلي چي نن ما سپښين طالبانو د سید اباد ولسوالۍ د شيخ اباد، تاج بيګي، ممل، اکاخيل، ملي خيل، سالار، يوسف خيل، اوتړي، او هفت اسيا په سیمو کې د بهرنیو ځواکونو پر یو ستر کاروان برید وکړ، چي له کبله يې د کاروان ۳۸ موټر چي ۳۲ يې په تیلو بار ټانکران او ۶ سرف ډوله د ساتونکو موټر وه، له منځه تللی، او تر ۴۰ نور زیانمن شوي دي.

نومړي وویل چي د کاروان ساتونکو ته هم مرګ ژوبله رسیدلی، چي یوازي د مړو شمیر يې ۲۵ تنو ته رسیږي او ګڼ شمیر يې نور ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه چي برید نن د غرمې پر ۱۲ بجې شروع سو، او د مازیګر تر ۴ بجو پوري يې دوام وکړ.

د بلي خوا د وردګ ولایت امنیه قوماندان حق نواز حقجو دغه برید تایید کړی، او زیاته کړې يې ده چي نن ماسپښین د سیداباد ولسوالۍ د سالار او یوسف خیل په سیمو کې د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتي کاروان په کتار کې یوه توغندی ولګیده، چي له امله يې د د تیلو اتو عرادو موټرو اور واخیست.

حقجو په همدې سیمو کې د طالبانو او امنتي ځواکونو تر منځ د نښتو د رامنځته کیدو خبر هم ورکړ، او ویلي دي، چي په دې نښتو کې د ملي اردو ۳ عسکر او د امنیتي شرکت یو تن ساتونکی ټپي شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x