
کابل: غبرګو چاودنو څلورو پولیسو ته مرګ ـ ژوبله واړوله
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۴مه، ۱۳۹۳ل): د کابل امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه ناوخته دوو چاودنو یو پولیس وژلی او درې نور ټپیان کړي دي.
د چاودنې د کره ځای اړوند څه نه دي ویل شوي، خو ویل کېږي دواړه چاودنې د کابل ښار په څنډه کې شوې دي.
امنیتي مسوولین هم مني، چې تېره شپه دوه چاودنې شوې دي او په خبره يې څلورو پولیسو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.
د کابل د امنیه قومنداني ویاند وايي چې لومړۍ چاودنه د ښار په څنډه کې وشوه او څلور تنه پولیس د هغې چاودنې د معلوماتو لپاره واستول شول.
حشمت ستانکزی وايي چې دویمه چاودنه پر همدې پولیسو وشوه، چې د دوی له قوله یو تن پکې ووژل شو او درې نور ټپیان شول.
یاده دې په روانه اوونۍ کې په کابل کې دا لومړۍ امنیتي پېښه ده.
د دې چاودنو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.