ټکنالوژي

د نن غوره سافټ وییر

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۴مه ۱۳۹۳ل): غواړو چې د ورځې تر ټولو غوره او وړیا پروګرام سره مو اشنا کړو چې کولی شي د تصویر ډیزاین او ګرافیک برخه کې مو ډیره زیاته مرسته وکړي.

اینک سکیپ (Inkscape) پروګرام یوه غوره وړیا پروګرام دی کوم چې د تصویر ګرافیک، ډیزاین او اندازه برابرولو لپاره کارول کیږي. دغه پروګرام په نړۍ کې شته ګران بیه پروګرامونو لپاره یوه غوره بدیل دی.

له دې مخکې د تصویر ټکنالوژي په برخه کې اډاب (Adobe) پروګرامونو نړیوال شهرت درلود چې په هغه وخت کې ګومان هم نه کیده چې د دغو پروګرامونو یوه غوره بدیل به وړاندې شي.

دغه پروګرام د نړۍ تر ټولو غوره پروګرام اډاب السټریټر (Adobe illustrator) لپاره یوه غوره بدیل دی په داسې حال کې چې د اډاب السټریټر (Adobe illustrator) کلنۍ لګښت ۲۱۰ پاونډه دی او اینک سکیپ پروګرام په وړیا ډول کاروونکو ته وړاندې کیږي.

دغه پروګرام د تصویر ډیزاین لپاره ټول پوره وسایل، ډیزاین او ګرافیک اپشنې لري. د دغه پروګرام په مرسته کاروونکي کولی شي خپل تصویر په خپل خوښه ډیزاین او جوړ کړي.

دغه سافټ وییر له دې ځایه ښکته کړئ:

http://inkscape.en.softonic.com/download

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل انوري

انډیوالانو ددي سافټویر لینک خو نو دلته ورکړئ چې موږغریبان یې بیابل ځای نه شو پیداکولی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x