د منځني ختیځ د چارو کارپوه، استاد عبدالباري عطوان

د امريکايي ايتلاف جنګي الوتکه نسکورول؛ امريکا او اسراييلو ته د ګواښ زنګ دی

ليکوال: عبدالباري عطوان
 ژباړن: احمد جرس
دا تمه نه کېده، چې د اسلامي دولت دفاعي ځواکونه دې دومره توريالي شي، چې د امريکايي ايتلاف ايف۱۶ ډوله جنګي الوتکه دې رانسکوره کړي او تر اوسه داسې فکر کېده، چې اسلامي دولت د الوتکو د رانسکورولو توغندي نه لري.

خپله خبره نوره هم څرګنده کوم، چې د امريکا او اسراييلو ايف ۱۶ جنګي الوتکو په ګډه څو څو ځله پر عراق او سوريه بمبارۍ کړي او موږ تر اوسه په دې تمه وو، چې که څوک له دغو الوتکو يوه هم راوغورځوي بس دا لويه توره ده، مګر تر اوسه زموږ هيلې هسې په زړونو کې پاتې وې او يوازې د ابابيل په تمه وو، چې را به شي، او دغه الوتکې به را نسکورې کړي، چې دې وخت کې دا تمې بې ځايه او ناشوني بريښي.

د اسلامي دولت دفاعي ځواک زموږ دغه ارمان پوره کړ او د امريکايي ايتلاف ايف ۱۶ جنګي الوتکه يې رانسکوره کړه او د تاسف ځای دا دی، چې الوتکه د اسلامي هېواد اردن وه او پيلوټ يې هم اسلامي دولت په زخمي حالت کې نيولی دی. د نه منلو خبره لا دا ده، چې اسلامي دولت د طيارې ضد امریکايي توغندي د سوريې له معتدلې وسله‌والې ډلې تر لاسه کړي دي او دې سره به سيمه کې د جګړه تله بدله شي.

دلته ګڼ شمېر سوالونه رامنځته کيږي، هغه دا چې امريکا خپلو ملګرو او ايتلافيانو ته داسې الوتکې ورکوي، چې د مخالفينو په يو توغندي رانسکورې شي او که دا سوال او انديښنه بې ځايه وي، نو بيا خو دا خبره ده، چې د عربي هېوادونو د پيلوټانو وړتيا د خپلو امريکايي او اروپايي ايتلافي هېوادونو د پيلوټانو له وړتيا کمه ده او اوس د دې خبرې مسؤول څوک دی؟

د دې خبرې ځواب موږ ځکه نه شو ورکولای، چې موږ د نظامي چارو د هغو کارپوهانو په څېر نه يو، چې د تلويزونو پر پردوه راڅرګنديږي او په هر څه کې خپل نظر وايي او بيا وروسته څرګنده شي، چې د دوی معلومات د پخوانيو نظامي کتابونو برخه ده، چې اوسنۍ ټيکنالوژي ترې ډېره مخکې تللې ده؛ ځکه چې عربي هېوادونو ته خپل نظامي تجهيزات او الوتکې سپېڅلې ښکاري او په دې اړه د نوي پرمختګونو هڅې نه کوي.

عراق او شام کې د اسلامي دولت پر ضد جګړه کې د اردن ګډون د اردني ولس د ارمانونو خلاف دي او دغه ولس او د چارو شننونکي وایي، چې اردن ډېر وړوکی هېواد دی او په دومره کمو وسايلو اردن ته نه وه په کار، چې امريکايي ايتلاف کې شامل شي؛ ځکه چې دا کار يې بايد هغو هېوادونو ته پريښی وای، چې د اسلامي دولت له جدي ګواښ سره مخ وو او سترې او قوي وسلې او پوځ لري، لکه سعودي عربستان او محتده عربي امارات.

د اردن چارواکي کولای شي، چې د خپل ولس د اعتراضونو ځواب ووايي او ځان ترې خلاص کړي او دغه حکومت کولای شي، چې د اردن د نظامي ستراتيژي په اړه د ولس د نيوکو ځواب ووايي، چې ولې يې ليبيا، بحرين، سعودي عربستان، عراق او سوريې ته خپل ځانګړي ځواکونه لېږلي دي.

اردنی ولس په ځانګړې توګه اسلامپالي دا پوښتنه کوي، چې اردن دغه عسکر او جنګي الوتکې د اسراييلو پر ضد جګړې ته ولې نه لېږي، چې القدس سپيڅلی ښار يې اشغال کړی او يهودانو په فلسطين کې خپل کورونه جوړ کړي دي.

دغه خلک وايي، چې اردني حکومت پر مسجد اقصی د اسراييلو د پرله پسې بريدونو او تېريو څخه سترګې پټې کړي دي او ټينګار کوي، چې عربي هېوادونه دې ته وهڅوي، چې اسراييل بايد د يهودي دولت په نوم وپيژندل شي.
ستونزه دا ده، چې اردن د امريکا او خليجي هېوادونو لپاره کوم عسکري خدمتونه او قرباني ورکوي، دا بيخي « لېونتوب» غوندې ښکاري، ځکه چې د اردن پورونه ورځ تر بلې ډېريږي او په دې وروستيو کلونو کې دغه پورونه له شل ميلياردو دينارو اوښتي او په کور دننه د بريښنا، تېلو او غازو بيعې لوړې شوي او هېواد کې يې د فقر او بې وزلۍ کچه ورځ تر بلې زياتيږي.

د اسلامي دولت پر مرکزونو او غونډو د اردني جنګي الوتکو بمبارۍ ښې پايلې نه لري او کېدای شي، دوی د دې بمباريو لپاره ډېر ستر تاوانونه وګالي او د اردن د پرونۍ الوتکې نسکوريدل او د پيلوټ «معاذ الکساسبه» ژوندي نيول د اردن لپاره د خطر لومړی زنګ دی او دا به اخري نه وي، بلکې اخري ګواښ به يې دا وي، چې اسلامي دولت اردن ته ننوځي او اوس هم د اردن په ګڼو سيمو کې پلويان او خواخوږي لري او دې خبرې ته باید پام وکړو، چې عراق کې د القاعده پخوانی مشر شيخ ابومصعب الزرقاوي د دغې ډلې مستقيم او يا هم غيرمستقيم بنسټګر و.

د اسلامي دولت پر ضد د امريکا په مشرۍ نړيوال ایتلاف کې د اردني الوتکو ګډون د جګړې ځمکني حقايقو ته تغيير نه شي ورکولای؛ ځکه چې اردن دومره ستر هېواد نه دی، چې سوونو او زرګونو پرمختللې جنګي الوتکې ولري او اردن لپاره ښه خبره دا وه، چې چېرته يې کوم کونج کې ځان غلی کړی وای؛ ځکه چې امريکا په کومو هېوادونو کې نظامي جګړه او مداخله پيل کړې، پای يې ډېر خونړی او له انديښنو ډک وي. د مثال په ډول، عراق، سوريه، يمن او ليبيا.

امريکايي عسکر له عراقه ځکه وتښتېدل، چې هلته د اسلامي ډلو له قوي او خونړي مقاومت سره مخ شول او بې کچې مادي او بشري زيانونه يې وليدل، مګر اردن خو له دې ځايه نه شي تښتېدلی؛ ځکه چې دغه جهادي ډلې امريکا تېښتې ته اړه کولای شي، نو اردن غوندې هېواد خو ژر ماتولی شي او دغه ډلې ورځ تر بلې قوي کيږي، مالي او بشري سرچينې يې هره ورځ نوی زور نوی قوت مومي.

موږ خو د اسلامي دولت پر لاسو نيول شوي اردني ځوان پيلوټ ته خوابدي يو، چې ژوند يې له ګواښ سره مخ دی، مګر بل پلو ګڼ شمېر خلک ورته خوښ دي، ځکه چې دغه پيلوټ په سيمه کې د اسلامي دولت تر څنګ پر ځايي مسلمانانو هم بريدونه کول او دا خلک اوس د غچ اخيستو په تمه دي.

اردني چارواکي هم له سختو ستونزو سره مخ دي، ځکه چې د اردن سويل «الکرک» سيمه کې د نيول شوي پيلوټ کورنۍ او دوستان د خپل سړي د راخلاصولو غوښتنه کوي او دغه سيمه کې ګڼ شمېر خلک د اسلامي دولت پلويان او خواخوږي دي او همدا رنګه د اردن پارلمان هم په اکثريت سره امريکايي ايتلاف کې د اردن ګډون رد کړی و.

د عربي او اسلامي نړۍ ډېری ولس او د ټولو په سر کې اردنيان له امريکا او د هغوی له ملګرو کرکه او نفرت کوي.

اردني ولس لپاره د اردن امن اوسوکالي د امريکا، اروپا او نورو عربي هېوادونو څخه ډېر اړين ښکاري او داسې بريښي، چې نړيوال ايتلاف د اردن امنيت هم له ګواښ سره مخ کول غواړي.

اسلامي دولت له اردن سره ډېر نژدې دی او درې مياشتې وړاندې اسلامي دولت د اردن سرحدي سيمې ونيولې او بيا پرېښودې او خپل پيغام يې اردني چارواکو ته ورساو، چې دوی هر وخت وغواړي دغه هېواد نيولی شي.

د اردن حکومت مجبور دی، چې اسلامي دولت سره د خپل پيلوټ د خلاصون لپاره مسقيم يا غير مستقيم مذاکرات وکړي او په دې اړه به د اسلامي دولت ډېر څه منلو ته غاړه ږدي او تر ټولو مهم يې د هغو اسلامپالو جهادي ډلو د پلويانو پرېښودل دي، چې د اردن حکومت نيولي دي او د دغو بنديانو په سر کې شيخ ابو محمد المقدسي او هغه سرتېرې بريدګره «ساجده الريشاوي»ده، چې له بريد مخکې ونيول شوه.
ساجده الريشاوي د التوحيد والجهاد ډلې غړې ده، چې شيخ ابو مصعب يې بنسټ ايښی و.

د اسلامي دولت له لوري د اردني پيلوټ نيول اردن له سختو ستونزو سره مخ کړی او دغه ستونزې به هغه مهال نورې هم زياتې شي، چې اسلامي دولت دغه پيلوټ ونه وژني او يا نور پيلوټان او عسکر او يا هم هغه اردني جاسوسان ونيسي چې په پټه د امريکا، برتانيا، فرانسه او نورو هېوادونو لپاره کار کوي.
موږ هيله کوو، چې اسلامي دولت به دغه پيلوټ نه وژني او ځان سره به يې بندي ساتي او د مذاکراتو لپاره به ترې مناسبه ګټه پورته کوي او خلکو ته به څرګندوي، چې د اردني دولت سياست خطرناک بلکې يو ناورين زيږوونکی دی.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د