غزني: د کابل- کندهار پر لویه لار ترافیکي پيښي کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی آسیا: نن سهار کابل- کندهار پر لویه لاره د یوې ترافيکي پيښي له کبله يو تن مړ او شپږ نور ټپيان سوه.
پيښه نن سهار اته نیمو بجو باندي د کابل کندهار پر لویه لار د غزني د ښار اړوند د روضي کوتل په سیمه کې را منځته سوې، کله چي په دغه سیمه کې یو مسافر وړونکی لوی موټر چپه شو.
ویل کیږي چي دغه موټر د پاکستان د کوټي د ښار څخه د کابل پر لوري په سفر بوخت وو.
د پيښي د ټپيانو په اړه ویل شوي چي د ټولو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی، او تر درملني لاندي دي.
پر دغه لاره باندي په دې وروستیو کې ترافیکي پيښي خورا زیاتي سوي دي، چي اکثره د زیاتو مرګ ژوبلو لامل ګرځي.