افغانستان

کندهار: طالبانو په څلورو میاشتو کې لسګونه لوړپوړي دولتي مسوولین وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۴مه، ۱۳۹۳ل): که څه هم سږ کال د هلمند امنیتي وضعه تر پخوا ډېره ترینګلې وه خو د دې تر څنګ طالبان وايي چې د هلمند په ګاونډي ولایت کندهار کې يې هم کاري بریدونه کړي دي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې یواځې په تېرو څلورو میلادي میاشتو کې يې لسګونه لوړ پوړي دولتي مسوولین وژلي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په تېرو څلورو میاشتو کې يې یواځې په کندهار کې ۳۴ لوړپوړي دولتي مسوولین او ۴۴۸ عسکر وژلي دي.

طالبانو په دې خبرپاڼه کې د کندهار ښار په زړه کي دوالي مرستیال عبدالقدیم پتیال، دارغستان ولسوالي په مقر کي دارغستان امنیه قوماندان مناف، دارغستان ولسوالۍ ښار وال، د ښار په درېیمه حوزه کي د ځانګړو ځواکونو د ټولۍ قوماندان بسم الله، په میوند کي جنایي مدیر شیر زمان، په اتمه حوزه کي افسر رحمت الله، په میرزا احمد خان کلاچه کي د نوموړي ماموریت مشر زلمی او ګڼ نور د نمونې په توګه یاد کړې دي.

د طالبانو د دې خبرپاڼې اړوند دولتي مسوولینو څه نه دي ویلي، خو ښايي د دې خبرپاڼې خپرول د طالبانو په تبلیغاتي برخې د پیاوړتیا شک یقیني کړي.

تر دې وړاندې هم دولتي مسوولینو ویلي و، چې د طالبانو د خبرونو د سانسور لپاره باید هڅې وشي، تر څو د داسې راپورونو د نشرولو څخه خلک خبر نه شي.

څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په یوه خبري ناسته کې وویل چې د طالبانو د خبرونو سانسور به پر هغوی بده اغېزه وکړي، خو د رسنیو مسوولینو دا کار رسنیو ته ګواښنده وګاڼه.

د طالبانو د دې مستند راپور له خپرولو ښکاري، چې هغوی پر جنګي برخه سربېره فعاله خبري څانګه هم په هر ولایت کې لري، چې افغان دولت ته له اندېښنې لرې نه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x