
په کنړ کې رښتيا څه تېرېږي؟
ابو الیاس جهادوال
له کابو لسو ورځو را په دې خوا يو شمېر پلورل شويو رسنيو، د مدني ټولنې فعالانو، فيسبوکي اربکيانو، د شهزاده سرای د معاملو پر بنسټ راغليو د ملي شورا وکيلانو ستوني وشکول چې د کنړ پر دانګام ولسوالۍ په زرهاوو پاکستانيو پوځيانو حمله کړې او د دوي په اصطلاح له ملي پاڅون کوونکيو سره په جګړه کې ښکيل دي.
خو د ورځې په تېريدو سره د امريکا په شرابو او کبابو مست چارواکي په خپلو ماتو اعتراف کوي او خپله رسوايي ولس ته بربنډوي:
تېره ورځ مشرانو جرګې ته يو شمېر رابلل شويو امنيتي چارواکيو داسې اعترافات وکړل چې هم يې ځان او هم يې خپل حکومتوشرماوو.
د کورنيو چارو مرستيال وزير د مشرانو جرګې په استجوابيه غونډه کې وويل چې د کنړ په دانګام ولسوالۍ کې د مخالفانو شمېر دوه ـ درې سو تنو ته رسېږي، په داسې حال کې چې د دوی د سرتيرو شمېر تر دوو زروه هم اړوي، خو دا چې په خپل منځ همغږي نه لري او د جګړې مورال يې له لاسه ورکړی، تر اوسه په دې نه دي توانيدلي چې مخالفان مات کړي.
بله موضوع چې پرون ښکاره شوه دا وه چې د دوي په اصطلاح پاڅون خود جوشه نه وو، بلکې د دوي امکاناتو او مادياتو پر مټ يو شمېر اربکيان له طالبانو سره جګړې ته هڅول شوي وو. ځکه چې يو شمېر چارواکيو پر ځايي مسوولانو نيوکې وکړې چې په ناسم وخت کې يې خلک د طالبانو پر وړاندې جګړې ته هڅولي وو. نو له دې خبرو معلومه شوه چې دا خلک پاڅونوال نه بلکي د يوې امريکايي پروژې سيمه ييز پوليس او اربکيان وو، چې په افغانستان او عراق کې يې د خپلې مرګ ژوبلې د مخنيوي او د عامه خلکو تر منځ د تفرقي او تربګنۍ د زېږولو په موخه په لار اچولې ده.
بل دا چې په کنړ کې جنګيدونکي وسلوال څوک دي؟
د کنړ د ځايي اوسيدونکيو د معلوماتو له مخې د دغه ولايت په ځينو سرحدي سيمو کې د پاکستاني طالبانو يوې انشعابي ډلې فعاليت کاوو چې له افغان طالبانو او د افغانستان د اسلامي امارت د مشر پر وړاندې د توطيو جوړولو له امله د خپل مولانا فضل الله له خوا شړل شوې او د هند سفارت په مالي مرسته او د افغانستان د ملي امنيت ادارې خوا ور نه د پاکستان پر ضد کار اخېستل کيده. خو اسلام آباد ته د اشرف غني له سفر وروسته د پاکستاني چارواکيو د فشار له امله دغه ډله دې ته اړ شو چې سيمې پرېږده. چې د ځايي اربکيانو او د حکومت د فشار له امله هغوی دې ته اړ شول چې له افغان او پاکستاني طالبانانو سره خپله تربکني يوې خوا ته کړياو د دانګام په جګړه کې له افغان طالبانو سره مرسته وکړي. خو کوم فلم چې د الماره سټډيو له خوا خپور شوی، ليدل کېږي چې جنګيدونکي وسلوال ډېری د سيمې اوسيدونکي دي.
نو د دغو معلوماتو پر بنسټ دې پايلې ته رسېږو، د کابل رژيم په خپل هېواد کې د هند له پاره نيابتي جګړه پر مخ بيوله خو د فشارونو له امله دې اړ شوی چې خپل سياست ته ۱۸۰ درجې تغيير وکړي او د پاکستان د ګټو له پاره وجنګېږي.
ياره د پاکستان د پوځ او استخباراتو په مقابل کی چی هر ډله وجنګیږی ولی پری تاسی خفه کیږی؟؟
پریدی چی دا نظام چی مشرف له خوا د امریکایانو د موجودیت د تضمین لپاره په منطقه کی هر څومره بد نام شی ښه خبره ده