لغمان کې چاودنې د اردو څلورو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۴مه، ۱۳۹۳ل): د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالي کې د ماین چاودنې د ملي اردو څلورو  عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واړوله.

د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر وايي چې چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د قرغیو ولسوالي په اروا سیمه کې شوې ده، چې په پایله  کې يې د اردو دوه عسکر ووژل شول او دوه نور سخت ټپیان شول.

د لغمان له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي چې ماین هغه وخت د ملي اردو د عسکرو په موټر ور وچاودید، چې موټر له همدې ځایه د تېرېدو په حال کې و.

د یادې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو ورته چاودنې دولتي مسوولین ډېری وخت د طالبانو له لوري بولي.

د لغمان چارواکي د پورته پېښې په تایید کې وايي چې د لغمان ولایت په علینګار ولسوالي کې دوه تنه ماین اېښوودنکي هم وژل شوي دي.

خبرپاڼه وايي چې ماین اېښوودنکو په نیمنامي سیمه کې ماین ځای پر ځای کاوه، چې پخپله پرې وچاودید.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د