افغانستان

پکتیا-زرمت: په چاودنه کې ۲ زده کوونکي ووژل شوه، شپږ نور ټپیان شوه

man_injured_herat_blastنن ټکی اسیا: د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې یو ماین چاودلی، چي له کبله يې د ښوونځي دوه زده کوونکي مړه او اته نور ټپيان شوي دي.

د زرمت ولسوال ګلاب شاه رسنیو ته ویلي چي نن غرمه مهال د جانک خیل په سیمه کې د ښوونځي پر زده کوونکو هغه مهال ځای پر ځای شوی ماین وچاودید، کله چي هغو د ښوونځي څخه بیرته کورونه ته پلي روان وه.

نومړي وویل چي دوه تنه زده کوونکي ووژل شوه، او ۶ نور ټپيان شوه، چي د ددو تنو رغتیايي حالت ډیر خراب وو، ځکه نو د درملني لپاره کابل ته ورسول شوه.

تر اوسه د چاودني پړه چا په غاړه نه ده اخیستي، خو باید وویل شي چي طالبان ډیر ځله داسي بمونه د بهرنیو ځواکونو او افغان حکومتي چارواکو ته په لارو کي ښخه وي، چي کله کله پر ملکي کسانو هم چاودیږي، چي نیژدې یو ورته مثال يې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي وو، چیري چي یو ټونس ډوله موټر پر ورته بم وختی، او ۱۵ کسه چي اکثره يې ماشومان او ښځي وې، ووژل شوې، او یو تن بل ټپي شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x