
کرزي د کارمل او غني د نجیب ځای ونیو ـ دویمه برخه
الحاج استاذ بیانزی
مخکېنۍ لیکنه کې مې د کارمل او کرزي د روسانو او امریکایانو د وحشي یرغلونو په وخت کې ( د لومړنیو غلامانو ) په اړه اړین معلومات وړاندی کړی وو په دې لیکنه کې به د داکتر نجیب او داکتر غني د روسانو او امریکایانو د شرمېدلو ماتو او تیښتو په وخت کې ( د اخرنیو غلامانو ) په اړه معلومات درته وړاندی کړم. چې یو د بله سره يې څه توپیرونه او یا څه ورته والی وو؛ زما په نظر په اولنیو غلامانو کې کرزي او په اخرنیو غلامانو کې داکتر نجیب په غلامې کې پیاوړی ښکاريده ، تاسی چې دواړه لیکنی په یوه وخت کې ولولي په ځانګړی ډول د نجیب او غني د غلامېو پیاوړتیا او کمزوري به درته په ډاګه شی :
درېیم : د روسانو اخري غلام ( داکتر نجیب )
څلورم : د امریکایانو اخري غلام ( داکتر غني )
که څه هم د کارمل او کرزي د ذلیلو دورې ډیرو تفصیلاتو ته اړه وه مګر دا چې ګټې يې کمې او تاوان يې زیات یعنې ( د هغو هغه تاریکې دوری د استعمارګرو د یرغل او وحشت دورې وې )، او دا چې دورې يې اوس تیرې شوې په اړه يې هر څوک پوره معلومات لري، یعنې دورې يې زمونږ د ماتم په اوښکو او وینو د ژړا دورې وې په اړه مې ورله د مخکېنۍ لیکنی په معلومات اکتفاء وکړه .
په دې لیکنه کې به د ( شوروي ) کمونیستي هغه لوی هیواد ( چې ۲۲ کمونیستي هیوادونو ورسره زمونږ د هیواد په اشغالولو کې ملتیا او بدرګه لرله ) له پوره لس کلونو وحشت وروسته يې د قدرت مړی زمونږ د هیواد د لویو طاقتونو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو او له تیښتی مخکې يې خپل اخرنی غلام داکتر نجیب دکابل په تخت کېنولی مګر یتیم پریښود او یا ( امریکا ) د ډیموکراسي او کاپیتالستی هغه لوی هیواد ( چې ۴۸ سرمایداری هیوادونو ورسره زمونږ د هیواد په اشغالولو کې یووالی او ونډه لرله ) له پوره ۱۳ کلونو هر اړخیزو وژنو وروسته يې د قدرت مړی زمونږ د ویاړلی هیواد د لویو طاقتونو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو او له تیښتی مخکې يې خپل اخرنی غلام داکتر غني د کابل په تخت کېنولی مګر یتیم پرېږدي .
د دی دوه یتیمانو غلامانو ( داکتر نجیب او داکتر غني ) د بی هیلیتوب دوری که سره پرتله کړو چې یو له بله سره څه توپیرونه او یا څه ورته والی لری کوم یو ډیر کمزوري او کوم یو بیا یو له بله څه ناڅه پیاوړی او غښتلی ښکاري او زمونږ د مجاهد او مظلوم اولس او راتلونکې نسل او ویاړلی تاریخ ، د نړیوال رسمېت پیژندنی ، بریاوو او ویاړنو د پاره د دغه دوه اخرنی غلامانو دوری زمونږ اوسنی او راتلونکې اصیل نسل ته څومره د عبرت ارزښت اواهمېت وړ دی زمونږ څیړنی ورباندې تمرکز لری چې په اړه يې څه ولیکو چې نجیب د خپلو کړنو برخه لیک تر لاسه یعنې غوښې يې د مرغانو خوراک او د داکتر غني غوښو ته د هوا مرغان له سر له اوسه وږی تږی په انتظار شپې ورځې اړوی یعنې مېاشتی ، اونی ، ورځې او ساعتونه يې شمېری یعنې هغه پخه شوی مڼه ورته ښکاري چې هره ګړی يې د لویدلو ده .
د نجیب دوره کې روسان مات شول نجیب او دهغه کمونیستي غلامه اداره يې یتیمه پريښودله ( روسانو په هماغه اوښانو کې چې له ځانه سره يې په ډيره ویاړنه راوستی وو پړی واچول وتښتیدل یا وشړل شول ) نجیب له الله ج خو بیزاره وو ، مګر له شیطانه هم بی هیلی او لیری یتیم پاتی شو تر دی چې د یتیمولی لویه بیه يې د خپل خوږ ورور سره په ګډه پرې کړه غوښې يې په هوا کې خپرې او کولمې يې په هماغه ونو کې ځوړندې پاتی شوې ( په کومو کې چې يې د داود او د هغه د کورنی کولمې ځړولې وې ) .
د غني دوره کې امریکایان مات شوي، غني د خپل غبرګون دشمن ورورعبدالله سره یتیمان پرېږدي اوس د غني وار دی چې یتیم پاتي له الله ج خو بیزاره وو له شیطانه هم بیزاره کېږي او فاصله نیسي او د نجیب د برخه لیک سره به مخ کېږي وايې [ له هیتلر څخه چا پوښتنه وکړه چې د امپراطوري په دور کې دې له چا ډيره کرکه وشوه ، هغه وویل له هغو چې د خپلوخلکو په مقابل کې زما سره ملګري شول ] ، کارمل کرزي ، نجیب او غني د هیتلرانو هغه ملګري وو . مګر کوم ارزښت او ویاړنې چې د نجیب او یا د غني له غلامو او ذلیلو دورو مونږ ترلاسه کړی چې [ د روسانو سره د ۲۲ هیوادونو په ګډون او د امریکایانو سره د ۴۸ هیوادونو د قدرت مړی مو د خپل هیواد د لویو قدرتو په ویاړلی هدیره کې ځاورو ته وسپارل ] ، د کارمل او کرزي ذلیله دوری ( چې د یرغل او وحشت اولی اوزمونږ د ډيرو وژنو دوری وی ) مونږ ته هغه ویاړنی نه درلودلی لکه کومې بریاوی او ویاړنی چې مونږ د داکترنجیب او متفکر غني اخرو ذلیلو دورو کې ترلاسه کړی له نیکه مرغه د نجیب او غني دوری زمونږ د افغانی او اسلامې هویت د بیا اعاده کولو او د خپلواکې د بیا تر لاسه کولو دوری دی .
د نجیب دوره د روسانو د اخری ماتو او د وحشي یرغل خاتمه وه ، د شوروي ویاړلی امپراطوری په روسي فیدراسیون عادی هیواد بدل شو ، مرکزی اسیا او شرقی اروپا هیوادونو خپلواکې زمونږ د شهامت او ویاړنو نتیجه وه و کمونیستي الحادی فلسفه مو ورله د راتلونکې نسل د پاره په موزیم کې د عبرت په تاخچې کې خخه کړه . د غني دوره د امریکایانو د اخری ماتو او د یرغل خاتمه ده ، دنړیوال ماسونیزم د نړیوال حکومت د تاسیسولو پروژه خوب او خیال شو ، امریکا د نړی د یواځنی لوی طاقت خبره خو هیره کړه [ د افغانستان د یو ګروپ کمزورو مسلمانانو په مقابل کې د ۴۸ هیوادونو سره په ګډون جنګ او مقابله کې ناتوانه شو ] یعنې لکه د روسي فیدراسیون په شان د نړی یو عادی هیواد کې پاتی شی هم خوشاله دی وی . د لويې طاقت کېقیت او حیثیت يې له لاسه ورکړو د اروپا ناتو به د وارسا دبرخه لیک سره مخ کېږی د موکراسی د کمونیستي په شان د راتلونکې نسلونو د عبرت اخستنی د پاره د موزیم په زړه تاخچې کې ځای په ځای شوه ، لنډه دا چې د داکتر نجیب او داکتر غني ذلیله دوری زمونږ د تاریخ ویاړنه لا پسې زیاته او تازه کړه او دايې لا پسی په ډاګه کړه چې زمونږ هیواد دنړی د سترو طاقتونو د پاره هدیره ده.
استاذ صاحب! پرقلم موبرکت شه، که ددي اوسنیومنحوسوڅیرواودتیروشویوتالي څټو پرتله داسي سره مقایسه شي: کرزی: نور تره کی، ورپسي اوسنی تقریبا نیم ولسمشر ډبل عبدالله ببرک کارغل، او غنی خان نجیب شي ( هماغه پخوانی دوستم هم دپخواپه شان فعال دی) دلته قومي تیرشوی اواوسنی نیمه مسلط ټبرونوته پخوانی رنګ ورکړ شو،اودنیک پال په ډول به ګوندي پراوسنی نیم ولسمشر باندي لکه پرنجیب خاتمه هم راشي، وماذالک علی الله بعزیز
اپو احمد صاحب ستاسی له تشویق څخه نړی مننه کوم ، دا ستاسی انرجی ده چه مونږ ته یی راکوی که نه زه ادیب او سیاسی پوهه نه لرم ، مګر هدفمند یم ، چه هغه هدف زما عبادت او به وسیله یی د الله ج رضا ده ، مونږ اوس عمر خوړلی همدغه لیکنی کی ولیکلی شو په دغو کی دی الله ح برکت واچوی زمونږ دنجات وسیله دی شی له ریا او شهرت څخه دی الله ج مونږ وژغوری او الله ج دی زما له لیکنو زمونږ مظلوم اولس مستفید او مجاهدین بریالی کړی
د نن ټکی اسیا درنو لوستونکو ته په سلام وړاندی کولو سره . محترم کنټرولر صاحب دا لیک تر آخیره ولوله بیا ئی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ استاذ ### بیانزی صاحب ##### نو ته دا راته ووایه چه ته دا چا اول غلام او د چا آخیرنی غلام یی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ دا خپل ځان هم وخلګو ته معرفی که #### د نن ټکی اسیا #### لږ څه شرم او حیا وکی د کرزی ###### په ټول آفغانستان کی د ( لوی أمراتور غازی احمد شاه بابا علی الرحمة )وروسته دا غه (جلالت المأب حامد کرزی ) سل آفرینونه دی پر ده باندی وی یوازنی فعال… نور لوستل »
اصلی افغان صاحب ! د اصل اففان په شان خلکو کنځل د هغو شخصیت او استعداد په ډاګه کوی د دی ډول خلکو ستاینه کنځل او کنځل یی ستاینه ده مننه تری کوو چه د ستاینی په ځای یی کنځل کړی. اصلی غلام افغان دی خپله ناولتیا او کنځل ځانته واپس کړی د ناولتیاوو ځآی په ناولتیاوو کی وی مجاهدین د ناولتیا ځواب په ناولتیانه بلکه په اسلامی اخلاقو او حکمت ورکوی. دا لیکنه په ۲۰۱۴ کال کی لیکل شوی مګر اصیل افغان تر اوسه بیده وو، نیشو کی خمار او که د ډالرو راټولولو د پاره یی خیالی پروازونه… نور لوستل »
هغه متل دی چه وایی،توری دی لالا وهی مری دی عبدالله وهی،که دا پرونی مسلمانان او نننی کافر نه وی،د چا پلار به روسان ویستلی وی،او که نن دا پرونی کافر درباندی وسلی او پیسی باندی کری نو د پخوا په شان به په کلی کی وظیفی وغواری،خو پینزه تکی عربی مو زده کری چه سنگه مو خوخه یی هغسی ترجمه کوی،پرون هم د کافر په امر او دکافر لپاره جنگیدی او نن هم د کافر لپاره جنگیگی،فرق دومره دی چه پرون غربی کافر مسلمان وو،زکه ستاسی سره ولار وو،او نن شرقی کافر مسلمان دی .الله ته به ورشی مونگ… نور لوستل »
اجمل صاحب ! مننه کوم چه زمونږ په ځای مو اصلی غلام افغان ته د هغه د ناولتیاوو ځواب لیکلی او درنو لوستونکو او هیوادوالو ته مو د دا دول غلامانو مخ له نقابه بربنډ کړی ستاسی ځواب بسنه کوی . مګر زه تری په یوه خبره مننه کوم چه زما دالیکنه په ۲۰۱۴ کال کی لیکل شوی یعنی د کرزی غلام اخری او د غنی د غلامی شروع وه هغه وخت ډیرو ته ستونزمنه وه چه سړی داسی ارزونه مخکی له مخکی وکړی کرزی که د کارمل ځای نیولی وو هغه خو ښکاره وو چه کرزی د کارمل په… نور لوستل »