نړۍ

يوې ښځې د طاهرالقادري په ضد محکمه کې عريضه وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۴مه ۱۳۹۳ل): د طاهرالقادري په مشرۍ د پاکستان منهاج القران ګوند رسمي ښځينه غړې مومنې د ګوند د مشر طاهرالقادري په ګډون د ګوند د نورو مشرانو پر ضد محکمه کې عريضه وکړه، چې دې ته يې د اسلام اباد احتجاجي ناسته کې د ګډون حق الزحمة پیسې نه دي ورکړي.

د مومنه په نوم دغې ښځې شيبه مخکې لاهور کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د نوازشريف پر ضد د احتجاجي ناستې پر مهال طاهر القادري دوی سره ژمنه کړې وه، چې د هرې ورځې د ګډون به ۳۵۰۰ پاکستاني کلدارې ورکوي او اوس دوی له دغې ژمنې ځانونه غړوي.

مومنه وايي، چې نوموړې له ۲۰۰۷ م کال څخه تر مرګه د منهاج القران غړې ده.

مومنه وايي، چې د قادري لور فاطمې، زوی يې محي الدين، قادري په خپله او د ګوند نورو مشرانو دوی ته ويلي و، چې د هرې ورځې د ګډون به دوی ته ۳۵۰۰ روپۍ ورکوي.

مومنه زياتوي، چې دوی اويا ورځې ښاغلي قادري سره په اسلام اباد کې له خپل کوره لرې تېرې کړې او د احتجاجي ناستې له ختمولو وروسته يې دوی ته وويل، چې د دوی پیسې به لاهور کې ورکړي، مګر دا څو ورځې کيږي، نوموړې د منهاج القران مرکزي دفتر ته ورځي او د ګوند لوړپوړي غړي ورته سپکې سپورې وايي او د ناوړه پايلو ګواښونه ورته کوي.

د لاهور د محلي محکمې قاضي مسعود حسين د ځايي پوليسو مشر ته امر وکړ، د راتلونکې جنوري مياشت په درېيمه نېټه د مومنې د قضيې په اړه بشپړ معلومات محکمې ته وړاندې کړي.

داسې اندېښنې شته، چې د مومنې له قضيې وروسته د دغه ګوند ښځينه او نارينه غړي هم د خپلو پیسو لپاره په محکمه کې عريضې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x