افغانستان

د لوګر ولایت په ازري ولسوالۍ کې د طالبانو په ضد پراخ عملیات پيل شوي

us_soldier_setting_in_helicopter_with_gunنن ټکی آسیا: د لوګر څخه په را رسیدلي خبرونو کې ویل شوي چي هلته د پرون ورځي راهیسي افغان او بهرني ځواکونو په ګډه د طالبانو په ضد عملیات پیل کړي دي.

ویل کیږي چي د دغو عملیاتو موخه د یاد ولایت د ازرې ولسوالۍ د طالبانو د شتون څخه پاکول دي، او هلته د افغاني ځواکونو لپاره مرکزونه جوړول دي، تر څو بیا وسله وال طالبان دغه سیمي ته رانه سي.

د لوګر ولایت د والي ویاند دین محمد درویش ویلي چي دغه عملیات به یوه اونۍ دوام وکړي، او په کښي په سلګونه افغاني او بهرني سرتیري برخه واخلي، او په ټینګه يې هوايي ملاتړ هم کیږي.

د نومړي په وینا ځکه دا عملیات پيل شوي چي څه مودې راهیسي په دغه ولسوالۍ کې د حکومت او بهرنیانو د مخالفینو خوزښت او فعالیتونه خورا زیات سوي دي.

درویش زیاته کړې چي تر اوسه دوی په دغو سیمو کې د کوم څرګند او جدي مقاومت سره نه دي مخامخ شوي.

خو که وکتل شي، د بهرنیانو او حکومت مخالفین طالبانو هر وخت د داسي مخامخ جګړو څخه ځان شاته کوي، او بیا د چریکي عملیاتو له لاري خپل مقاومت ته دوام ورکوي، چي په اوسني جګړې کې د طالبانو له خوا دا تر ټولو یو کامیابه تکتیک بلل کیږي، او خاص بیا په داسي صورت کې چیري چي مقابل لوری ښه مسلح او په عدد زیات وي، نو مخامخ جګړه ورسره کول د عسکري له نظره ورته انتحار ویل کیدای سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x