افغانستان

جان مکین: په ساړه ژمي کې د طالبانو پراخ فعالیت؛ اندېښمنوونکی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۴مه، ۱۳۹۳ل): د امریکا د سنا مجلس د افغانستان د امنیتي حالاتو اړوند سخته اندېښنه ښوودلې ده.

امریکايي سناتور جان مکین وايي چې په ساړه ژمي کې د طالبانو دومره پراخ بریدونه دا په ډاګه کوي، چې هغوی د پخوا په پرتله څو برابره زورور شوي دي.

نوموړی وايي چې د بهرنیانو له وتو وروسته به د افغانستان حالات تر دې هم ډېر خراب شي. د مکین په قول په یخه هواه کې د طالبانو پراخ فعالیت د امریکایانو وتل لا پيچلي کوي.

هغه خبرداری ورکړ، چې واشنګټن باید دې ته پام وکړي، چې له افغانستانه عراق جوړ نه شي، هغه وايي چې له عراق څخه هم امریکايي عسکر په همداسې یو حالت کې ووتل.

مکین وايي چې واشنګټن باید د عراق تجربه په افغانستان کې بیا تکرار نه کړي.

دې امریکايي سناتور تر دې وړاندې هم څو ځلې ورته خبرداري ورکړي دي او ویلي يې دي چې د بهرنیانو په وتلو کې دې فکر وشي.

مک کین په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د طالبانو بریدونه د ژمي په رارسېدو بې تفاوته پاتې دي، چې بې کابینې افغان دولت يې مقابله خورا سخته ګڼل کېږي.

ټاکل شوې ده، څو ورځې وروسته د امریکا په مشرۍ د ناټو پوځي ماموریت پای ته ورسېږي او پاتې کېدونکي پوځيان به يې يواځې افغان عسکرو ته روزنه او مشورې ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x