نوکیا خپل لومړنۍ انډرایډ ټېبلېټ بازار ته وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنه، مرغومي ۴مه ۱۳۹۳ل): نوکیا کمپنۍ له ډیر انتظار وروسته غواړي د دغې کمپنۍ لخوا جوړ شوی نوی انډرایډ ټېبلېټ بازار ته وړاندې کړي.

جي ایس ایم (GSm) راپور پر بنسټ نوکیا په تاریخ کې د لومړۍ ځل لپاره خپل انډرایډ ټېبلېټ راتلونکی زیږیدیز کال د جنوري میاشت په ۷مه بازار ته وړاندې کوي.

دغه خبر د چین خلکو ته خاص ارزښت لري ځکه چې د نوکیا دغه ۷ انچه ټېبلېټ چې این ۱ (Nokia N1) نومول شوی له ټولو څخه مخکې د چین بازارونو کې کاروونکو ته وړاندې کیږي.

نوکیا کمپنۍ تیره میاشت دغه ټېبلېت جوړ کړ چې په اړه يي تر اوسه هم رسنیو ته پوره معلومات ندی وړاندې کړی. د ځینو څیړونکو په وینا کیدی شي دغه ټېبلېت راتلونکی زیږیدیز کال په لومړۍ څلورو میاشتو کې وړاندې شي.

دغه ټېبلېت کې انډرایډ ۵.۰ لالیپاپ (Android 5.0 Lollipop) ښکته شوي چې ۲۰۴۸X۱۵۳۶ ریزولوشن لرلو سره ۲.۳ ګیګاهرتز پروسېسر او ۲ ګیګابایټ رېم لري.

دغه ټېبلېټ کې (5300 mAh) باطرۍ کارول شوی او ۳۲ ګیګابایټ فایل ثبتولو وړتیا لري. د دغې ټېبلېټ بیه به د جنوري میاشتې په ۷مه بازار ته وړاندې کیدو پر مهال معلومه شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د