افغانستان

په بلخ کې د اربکیو اوسنی او د جهاد پخوانی قوماندان ووژل شو

qomandanنن ټکی آسیا: د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې د حکومت ملا تړی یو پخواني قوماندان ووژل شو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چي د هغه وژل په غاړه اخیستي وویل چي وژل شوی کس چي قوماندان طاهر نومیده، په سیمه کې د اربکیو مشري په غاړه درلودله.

د قوماندان طاهر په اړه ویل شوي چي د روسانو په خلاف په جهاد کې

د برهان الدین رباني د جمعیت اسلامي یو مقتدر او مشهوره قوماندان وو.

که څه هم نومړي په حکومت کې کومه خاصه وظیفه نه درلودله، خو په سیمه کې د حکومت پلوه مشرانو څخه بلل کیدی.

نومړي نن ورځ د بلخ ولایت د خلم د ولسوالۍ په مرکز تاشقرغان کې پر موټر سایکل سپرو دوو تنو وسله والو ووژی، چي بیا وروسته په بریالیتوب سره د سیمي څخه وتښتیدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x