افغانستان

جان مکین کابل ته په ناڅاپي سفر کې د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره وکتل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۴مه، ۱۳۹۳ل): د امریکا د سنا مجلس غړي سناتور جان مکین په کابل کې د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره وکتل.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني جان مکین ته ښه راغلاست ووایه او نن تر غرمې مخکې يې ورسره په ارګ کې خبرې وکړي.

د خبر پاڼې له مخې مکین اشرف غني ته ډاډ ورکړ، چې دوی به له «ترهګري» سره په مبارزه کې د یو بل همکاران اوسي.

اشرف غني له مکین سره په خبرو کې په افغانستان کې د امریکا هلې ځلې وستایلې او ویې ویل چې دوی د امریکايي پوځ د «قربانیو او همکاریو» ستاینه کوي.

په دغه ناسته کې دواړو لوریو وویل چې دوی به د هېوادونو ترمنځ د همکاريو او اړیکو د دوام او له «ترهګرۍ» سره د مبارزې لپاره هڅې کوي.

د اجرایوي ریاست له لوري هم په بېله خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه امریکايي سناتور د اجرایوي ریاست په دفتر کې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره ليدلي دي.

عبدالله عبدالله مکین خپل نږدې همکار وګاڼه او ويې ویل چې دوی هیله لري چې امریکا به خپلو مرستو لا هم دوام ورکړي.

د مکین د سفر په اړه نه رسنیو او نه هم د ارګ خبرپاڼو څه ویلي دي، خو معمولاً امریکايی لوړپوړي دولتي مسوولین له اعلان او د افغان لوري خبراوي پرته هر وخت کابل ته سفرونه کوي.

مکین یو له هغو امریکايي سناتورانو څخه دی، چې وايي د بهرنیانو له وتلو وروسته به د افغانستان امینتي وضعیت لا بدتر شي.

نوموړي په ژمي کې د طالبانو له لوري پراخ بریدونه د اندېښنې وړ ګڼلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x