افغانستان

د مشرانو جرګې نوي غړي به راتلونکې اوونۍ لوړه وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۴مه، ۱۳۹۳ل): د مشرانو جرګې لپاره له ولایتي شورا ګانو نه راغلي نوي سناتوران به راتلونکې اوونۍ لوړه وکړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار وايي چې د امنیتي ستونزو له امله يې کره ورځ نه شي ښوودلی، خو په خبره مشرانو جرګې ته نوي ته راغلي غړي به راتلونکې اوونۍ لوړه وکړي.

د ولايتي شوراګانو ټاکنې د روان کال د لومړۍ میاشتې په شپاړلسمه ترسره شوې، چې پکې دوه زره شپږ سوه تنو پکې برخه اخیتسې وه.

د ولایتي شوراګانو د ټاکنو پایلې له نږدې اوه میاشتې ځنډ وروسته اعلان شوې، چې پکې اوه نوي مېرمنې او څلورسوه اته پنځوس نارینه بریالي شول.

په مشرانو جرګه کې د اساسي قانون د څلور اتیايمې مادې له مخې، د هرې ولايتي جرګې له غړو یو تن د څلورو کلونو او د هر ولایت د ولسوالیو له جرګو نه یو تن د دریو کالونو لپاره مشرانو جرګې ته ټاکل کېږي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د ګډ حکومت د مشر له لوري د مشرانو جرګې د غړو برخه به کله ټاکل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x