افغانستان

د جون په میاشت کې د وژل شوو بهرني عسکرو شمیر ۲۳تنو ته پورته سو

got_shot_in_the_stomachSanginنن ټکی آسیا: په کابل کې د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر خبر وکړی چي تیره ورځ د افغانستان په شمال کې ددوی یو تن عسکر د یوې غیر جنګي پيښي له کبله ټپی شوی وو، او پرون يې خپل ژوند هم له لاسه ورکړ.

په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چي دغه عسکر د کوم هیواد دی، او یا پيښه په دقیقه توګه چیرته را منځته شوې.

او نه يې دا څرګنده کړې چي د غیر جنګي پيښي نوعیت څرنګه وو،

ایساف ترافیکي پيښو، ځان وژني هڅي، او د عسکرو خپل منځي شخړو او داسي نورو پيښو ته غیر جنګي پيښي وايي.

د یادوني وړ ده چي په افغانستان کې میشت زیات شمیر عسکر د جګړې د اهدافو څخه بې خبره د خپل معاش لپاره جنګیږي چي د همدې وجې ددوی مورال ډیر ضعیفه وي، او زیات شمیر يې د جګړو د سختوالي او زیاتو ویرو له کبله په سختو رواني مرضونو اخته کیږي، او ځیني يې د ځان وژني هڅي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x