افغانستاننړۍ

اسلام اباد: پولیسو نېږدې ۴۰۰ افغان کډوال نیولي

نن‌ټکی‌اسیا (پنجشنبه، مرغومي۴مه ۱۳۹۳ل): پاکستان کې تل ترینګلي امنیتي حالات تر پاکستاني ښاروندو پاکستان مېشتي افغان کډوال لږ نه ځوروي.

د پېښور له برید وروسته پاکستان کې پولیس د افغان کډوالو نیول بیا پیل کړي دي.

د اسلام اباد پولیسو ویاند محمدنعیم بي بي سي اردو ته ویلي چې په تېرو درې ورځنیو عملیاتو کې يې ۴۰۰ مشکوک کسان نیولي چې زیاتره یې افغان مهاجرین دي.

نوموړی زیاتوي چې په ۴۰۰ کسانو کې یې ۲۰ کسان د څارګرو ادارو په امر د تفتیش لپاره نامعلوم ځایونو ته انتقال کړی دي.

د اسلام اباد پولیس ادعا کوي چې د تفتیش پر مهال ورته معلومه شوه چې د نیول شوو ۲۰ کسانو «ترهګرو» ډلو سره اړیکې دي.

د اسلام اباد پولیس زیاتوي چې لومړی یې د اسلام اباد پر خټینو ابادیو (کچه ابادي) په اوسیدونکو افغانانو عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې يې د درې ورځو دننه ۴۰۰ مشکوک کسان ونیول.

د اسلام اباد پولیس که څه هم نیول شوو کسانو ته د «مشکوکو» نوم ورکوي خو د دغه ځای اوسیدونکي وايي چې نیول شوي کسان ټول غریبکاره دي، څوک موټر چلوي، څوک د میوې په منډيي کې کار کوي او څوک هم دوکانونو کې کار کوي.

دوی وايي چې پولیس له دې امله دوی ته د «مشکوکو کسانو» نوم ورکوي څو د خوشې کولو په بدل کې ترې ډيری پيسې واخلي.

د اسلام اباد پولیس وايي چې د نیول شوو کسانو څخه یې د اسلام اباد د مهمو سیمو نقشې او عکسونه هم نیولي دي او په اړه يې څېړنې ړوانې دی.

دوی وايي چې د نیول شوو کسانو څخه یې ځينې کسان خوشې کړي او ځینې اوس هم له پولیسو سره بندیان دي او پوښتنې ګرویږنې ترې روانې دي.

خو ځايي خلک بیا وايي چې ازاد شوي کسان د پیسو په بدل کې خوشې شوي او پاتې بندیانو څخه هم د پیسو غوښتنه کیږي.

بي بي سي اردو د څېړنیز ټیم د یو غړي له قوله لیکلي چې د نیول شوو کسانو څخه يې د افغانستان سم کارتونه موندلي او دغه سم کارتونه د پېښور د پېښې په ورځ استعمال شوي. نوموړي زیاته کړې چې د پېښور له پېښې وروسته دغه سم کارتونه نه دي استعمال شوي.

خو په اسلام اباد کې مېشت افغانان بیا وايي چې دوی افغانستان ته ځي او راځي له همدې امله د افغانستان سم کارتونه یو ځل اخلي او له ځانه سره یې ساتي. دوی وايي چې د افغانستان سم کارتونه له ډيره وخته کیږي پاکستان کې کار نه کوي.

د استخباراتو دغه کارمند زیاته کړې چې د نیول شوو کسانو پر ضد یې د ترهګرۍ د مخنیوي قانون مادو سره سم دوسیې ثبتې کړي او د نیول شوو تورنو کسانو لومړنی تحقیقاتي راپور یې کورنیو چارو وزارت ته لېږلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
منصور

دغه اسلام اباد کی چی کوم افغانان نیول شوی زه 100% ّښه پوهیږم چی بیکناه دی دپاکستان پولیس صرف یوه بهانه لټوی افغانانو ته چی وی زوروی او د خپل جیب لپاره ورنه پیسی واخلی باید د پاکستان دولت دی باره کی جدی اقدام وکړی یواځی اسلام اباد کی بلکی ټول پاکستان کی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x