افغانستان

«کوهستانات ولسوالۍ سقوط کوي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۴مه ۱۳۹۳ل): تقریبا دوه اونۍ وړاندې امنیتي ځواکونو د «بريښنا ۱۴» تر نوم لاندې چاڼیز عملیات د طالبانو پر ضد په کوهستانات او اړوندو سیمو چې دغې ولسوالۍ ته پر لارې پرتې وې، پیل کړل.

د کوهستانات ولسوالۍ ولسوال تاج الدین ملک زاده ویلي دي چې په کوهستانات ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو ټول کوښښونه له صفر سره ضرب شوي دي او طالبان د امنیتي ځواکونو له وتلو وروسته یو ځل بیا ټولې هغه سیمې نیولي چې د لاسه یې وتلې وې.

ملک زاده ویلي طالبانو د کوهستانات په ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۰۰ کلي نیولي دي.

په کوهستانات ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو عملیات له سترو تبلیغاتو سره پیل شول او ددې تبلیغاتو څخه څرګندیدله چې ښايي طالبان له دغې ولسوالۍ په ټولییزه توګه ختم شي او دولت یو ځل بیا حاکم شي.

خو د عملیاتو د پای ته رسېدو سره سم سیمه ییز چارواکواو د سرپل ولایت د ولایتي شورا غړو دغه عملیات «ناکام» او طالبانو ته روحي قوت ورکول بللي دي.

د کوهستانات ولسوال زیاته کړې چې اوسمهال د کوهستانات ولسوالۍ ټولې مواصلاتي لارې د طالبانو په لاس کې دي او که دولت په دې اړه جدي پریکړه ونه کړي، کوهستانات سقوط کوي.

د نوموړي له قوله طالبانو شاوخوا ۲۰ کورونه له دې امله سوځولي دي چې کورنیو یې له امنیتي ځواکونو سره په دغو عملیاتو کې مرستې کړي دي.

په عین حال کې د سرپل ولایت د ولایتي شورا غړي اسدالله خرم هم دغه عملیات بې نتیجې بللي دي. نوموړي زیاته کړې چې د «بريښنا ۱۴» عملیات پرته له دې چې د «دښمن» روحیات قوي کړي نور يې هيڅ نه دي کړي.

خرم ګواښ کړی چې که په یوې اونۍ کې دولت د کوهستانات ولسوالۍ اړوند جدي اقدام ونه کړي، دغه ولسوالۍ د طالبانو لاسونو ته پریوځي.

د سرپل ولایت اوسیدونکي وايي چې د سانچارک، ګوسفندي، بلخاب، سوزمه قلعه ولسوالیو ټولې لارې د طالبانو په لاس کې دي.

د سیمه‌ییز رسنیو د راپور په اساس اوسمهال د کوهستانات ولسوالۍ او د مرکز تر منځ ټولې لارې بندې شوي او یواځې ددغې ولسوالۍ مرکز د امنیتی ځواکونو په لاس کې دی.

د لیندۍ پر ۲۰مه هغه مهال چې امنیتي ځواکونو په کوهستانات ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړل، طالبانو ددغه ولایت پر مرکز او مهمو امنیتي پوستو ډله‌ییز برید وکړ. چارواکو هغه مهال ویل چې طالبانو برید ددغه ولایت نیول او د کوهستانات له عملیات د دولت مخه اړول و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x