پيښور: د دوو پر لپسو چاودنو له کبله ۳۴ مړه او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي
نن ټکی آسیا: تیره شپه د دوو پر له پسو چاودنو له کبله ۳۴ کسه مړه او تر سل زیات ټپيان شوه.
چاودني دپيښور ښار د خیبر سوپرمارکیټ په سیمه کې را منځته شوې، چيري چي عموما زیات رش وي.
د سیمي څخه امنیتي چارواکي وايي چي لومړی چاودنه په هوټل کي د ننه د یو ځای پر ځای کړه شوي بم په واسطه وسوله، تر څو خلګ ورته را ټول شي،
او کله چي بیا خلګ، ژورنالیستان، او پولیس را ټول سوله، دوهمه چاودنه وشوله، چي زیات ګمان کیږي د سرښندونکي له خوا به تر سره شوي وې.
تر اوسه ددې پيښي مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
ویل کیږي چي په دوهمه چاودنه کې دوه ژورنالیستان چي د یو پاکستاني انګریزي اخبار، پاکستان ټوډې او دنیوز کي يې کار کوی، هم وژل شوي دي.
او ځکه چي زیات شمیر ژورنالیستان د پيښي ځای ته د معلوماتو د را ټولولو لپاره د لومړي چاودني ځای ته راغلي وه، یو شمیر په کښي ټپيان شوي هم دي.