هانګ کانګ کې پر خلکو د پیسو باران شوی – انځورونه او ویډيو

نن‌ ټکی‌ اسیا (پنجشنبه، مرغومي ‌۴ مه ۱۳۹۳ل): ډیری خلک به ددې تمه کوي چې خدای دې پرې د پیسو باران وکړي څو ښه شتمن شي او د پیسو پر مټ هغه څه وکړي چې زړه یې غواړي.

په هانګ کانګ کې دغسې کیسه شوې، خو هغسې د پيسو باران نه دی شوی لکه له وريځو چې اوبه توییږي، بلکې له هغه موټره چې بانکونو ته پیسې لېږدوي د پیسو صندقونه له موټره پر سرک غورځېدلي دي.

د چاینه مارننګ پوسټ د راپور سره سم په هانګ کانک کې یو موټر ۵۳۵ میلیونه د هانګ کانګ ډالر (تقریبا ۶۹میلیونه امریکايي ډالر) لېږدول چې پر لاره د پیسو څخه /ډک بکسونه له موټره پر سړک وغورځېدل.

د چارواکو له قوله له موټره ۳۵ میلیون د هانګ ډالر (۵۷لکه امریکايي ډالر) له سړکه خلکو اخېستي او وړي یې دي.

پولیسو ادعا کړې چې تقریبا ۲۰میلیونه د هانګ کانګ ډالر يې بېرته راټول کړي دي او ۱۵ میلیونه ډالر ورک دي او معلومات ورته نشته چې چا وړي او چا سره څومره پیسې دي.

د هانګ کانګ چارواکي وايي چې دغه موټر بانکونو ته پیسې لېږدولې او موټرچلوونکي ته پر سړک د پیسو غورځېدو پر مهال هیڅ معلومات نه و شوی.

عیني شاهدانو سیمه‌ییزو رسنیو ته ویلي چې ښاروندانو دغه مفته پیسې غنیمت وګڼلې او هر یو ددې کوښښ کاوه چې پیسې ډيرې ټولې کړي. دوی وايي د پولیسو تر راتګه خلکو خپل کار کړی و او پیسې محفوظو ځایونو ته رسولې وې.

امنیتي چارواکي وايي چې د سرک څخه غلا شوې پیسې نمبر (سیریل نمبر) پر مټ به ټولې پیسې پیدا کړي.

یو ښاروند رسنیو ته ویلي چې په خپلو سترګو يې یوه ښځې ولیدله چې د (۵۰۰ هانګ ډالرو) ۱۰ بنډله يې له سړکه پورته کړي و.

پولیسو له خلکو غوښتي چې ټولې پیسې بېرته بانکونو ته ورکړي او ګواښ یې کړی چې که څوک دغه پیسې استعمال کړي نو جرم حسابیږي او د خلکو پر ضد به قانوني اقدامات کیږي.

 

549bdee2aca55

549bdee2d0c66 549bdee06ad86 549bdee19a16a 549bdee183a02 549bdee257ae1 549bdee322f30 549bdee403cea 549bdee455b03 549bdee47115d 549bdee063420549bdee2bd3f5

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د