افغانستان

یوناما: تیره میاشت د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړی وه

man_crying_after_blastنن ټکی آسیا: په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما په یوه اعلامیه کي ویل شوي چي د ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسی د مئ میاشت د ملکي خلکو لپاره تر ټولو خونړی میاشت وه.

د راپور له مخي په تیره میاشت کې ټول ۳۶۸ تنه ملکیان وژل شوی دي، او ۵۹۳ ټپیان شوي دي.

په راپور کي ویل شوي چي ۸۲ فیصده د حکومت د مخالفینو په بریدونو کي وژل شوي چي شمیر يې ۳۰۱ تنو ته رسیږي،

او یوازي ۱۲ فیصده  د بهرني ځواکونو له خوا وژل شوي، چي شمیر يې ۴۵ تنو ته رسیږي.. او پاته شپږ فیصده خلک چي شمیر يې ۲۲ تنو ته رسیږي، بیا د دواړو خواوو په ډزو کي وژل شوي دي، چي دا نه ده جوته سوې چي د کومي لوري په ډزو به وژل شوي وي.

راپور زیاته وي چي د وژل شوو کسانو څخه ۴۰ فیصده چي ۱۱۹ کسان کیږي، په ښخ کړه شوو ماینونو وژل شوي دي، او ۲۷۴ تنه ټپيان شوي دي.

بلي خواته راپور وايي چي یوازي ۳ فیصده ملکي وګړي د بهرني ځواکونو (ایساف) له خوا په بمباریو وژل شوي دي.

طالبان هر ځل د یوناما له خوا ورته راپورونه رده وي، او هغه یو طرفه بولي، او دوی بیا په خپل وار بهرني ځواکونو په دې تورنه وي، چي زیات شمیر ملکي کسان يې وژلي دي، او په دې اړه په خبله پاڼه کې د ځینو  پيښو خبرونه هم ورکوي، چي نه بیا دحکومت او نه هم د بهرني ځواکونو او یوناما له خوا ورباندي تبصره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x