ټولنیزه برخه

د زاهد شاهزاده کیسه

لیکوال: حامد افغان

علي د وخت د امیر او ځواکمن عباسي خلیفه مامون الرشید زوی و، ډیر ښایسته او په پوهه او ادب کې نامي و، ځکه خو په پلار بیخي ډیر ګران و، د دنیا د پریمانه نعمتونو او بې سرواښي واک څښتن و، د دجلې په غاړه په ښکلې ماڼۍ کې اوسیدی، یوه ورځ دخپلي ماڼۍ په بر چت کې په برنډه کې ولاړ و او ولاړه یې اوږده شوه، لاندي یې یو مزدور ولید، هغه پنډي و او په سخته ګرمي کې یې درانه پيټي یوبل خوا ته وړل. نازولی شاهزاده هغه ته تر ډیره وخته ځیر پاته شو. مزدور ماسپښین کار بس کړ، لمونځ یې وکړ ، له لمانځه وروسته په پاکه پسته شګه کښېناستی، خپل ګوډی او غوټه یې راخلاصه کړه، په ډوډۍ یې پیل وکړ او ډیره په خوند خونديې وخوړله، په داسي حال کې چې هغه د ډوډۍ څو وچې تکړې وي او ډیر کمزوري خواړه و، مزدور له خوراک وروسته اسمان ته د دعا لپه ونیوله څه موده یې دعا وکړه وروسته یې څور کاته نفل وکړل بیا یې د یوڅه ارام په نیت پښې وغځولې.

شاهزاده هغه ته سړی ور ولیږي او خپلې ماڼۍ ته يې راوغوښت له هغه يې د هغه د ژوند پوښتنه وکړه، هغه ورته وویل: یوه مور او يوه خور لرم نور هیڅ نه لرم د ورځي مزدوري کوم او هغه ماښام سره خورو، د مور او خور مي روژه وي ماښام هغوی ته ځان رسوم، شاهزاده ورته وویل: ته ماسپښین مهال پروت یې ولې کار نه کوې؟ هغه ورته وویل یو څه ارام کوم، شاهزاده ورته وویل: ارام دشپې کوه او د ورځي کار کوه ارام مه کوه. هغه وویل: ته غواړي زه اخرت ته هم فقیر او تش لاس ولاړ شم. نه زه دشپې له مخي د اخرت توښه برابروم.

شاهزاده خپلو کسانو ته وویل چې ده ته د سرو او سپینو ډیري پیسې ورکړئ خو هغه ونه منله او د پیسو له اخیستلو یې انکار وکړ. شهزاده د هغه ساده ژوند او بې پروایې سخت متاثر کړ ورته ویې ویل ماته نصیحت وکړه، هغه شاهزاده په ماڼۍ کې یوه لورته ګوښه کړ او نصیحت یې ورته وکړ.

شاهزاده له دې عاجز مزدور او د هغه له خوشاله او بې تکلفه ژونده دومره اغیزمن شو چې خپل شاهانه ژوند او د دنګو ماڼیو ژوند پیکه ورته ښکاره شو آن تر دې پوري چې بله ورځ ماڼۍ، حشم او خدم ټول وو خو شاهزاده نادرکه و یو بل خوا شاهي اعلانونه، پلټنې او ګرویږنې پیل شوې خو شاهزاده تری تم شو او هیچا ونه لید.

ویل کیږې شاهزاده د زهد ژوند د غوره کولو له پاره ځان ورک او نادرکه کړ آن تر دې پوري چې خراسان ته ورسیدی، هلته یې په یوه ښارګوټي کې د تره کاڼې کوچني کارهم کاوه او د الله په عبادت به بوخت و او همالته وفات شو. رحمه الله.

ویل کیږي د سمڅې یاران (اصحاب الکهف) د وخت د پاچا په دنګو ماڼیو کې اوسیدل هلته له ګناهونو او دپاچا له نارواو ډک ژوند نه په تنګ شول، د ماڼیو له ګناهګار چاپیریال نه ووتل او د غره لور ته یې مخه کړه هلته په معلومه سمڅه کې د دوی دکیسې له پاره الله جل جلاله ځانګړی سورت(سورة الکهف) رالیږلی دی. له دې کیسې نه معلومولی شوچې په شاهي ماڼیو او له خوندونو او نعمتونو ډک ژوند کې پاکې ارواګانې نه یې خوشاله، ځکه یې پریږدي، په دې اړه د ابراهيم ابن جنيد په نامه یوه عالم د (زهد الملوک) په نامه ښایسته کتاب لیکلی دی.

او موږ ته دا خبرې مه کوئ، موږ د واک او قدرت دنګو ماڼیو ته په ځغاسته یو، په دې لاره کې دوه احتماله موږ منلي دي یابه وخورو ککرۍ یابه کامران شو. پاته شوې د زهد او دینداري کیسې، له الله نه ویره او اخرت غوښتنه زموږ په زمانه کې خاص مینه وال نه لري الله مو دي وبښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x