د نن سرلیکنه

د جګړې «مسؤولانه» پای که له ماتې تېښته؟! / سرلیکنه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن د کریسمس په پلمه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان د جګړې «پای» علان کړ. اوباما ویلي چې تر څو راتلونکو ورځو به يې په افغانستان کې جګړه ییز «ماموریت مسؤولانه» پای ته ورسېږي. اوباما داسې مهال د جګړې «مسؤولانه پای» علانوي چې دوه کاله نور به په سپينې ماڼۍ کې وي. بارک اوباما داسې وخت د خپل هېواد تر ټولو اوږده جګړه «مسؤولانه پای» ته رسولو اعلان کوي چې په افغانستان کې جګړه سږ کال ژمی تر بل هر وخته ډېره توده او پراخه ده. تېرو کلونو کې یوازې د ژمي واورو کولای شوای چې د طالبانو جګړه څو میاشتې ودروي؛ خو سږنې سړې هوا هم ونه شوای کولای چې دې جګړې ته څو میاشتې دمه وروبښي.

د بارک اوباما له دې اعلان سره سم، نن د کانګریس جمهوریت غوښتونکي سناتور، جان مکین کابل ته راغلی و او د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره یې جلا جلا وکتل. مکین د اوباما پر خلاف په ساړه ژمي کې د طالبانو د وېروونکو حملو دوام «بد» ګڼي. مکین امریکايي واکمنو ته مشوره ورکوي چې د عراق د تجربې له تکراره ډډه وکړي. مکن وویل: «وضعیت به لا خراب شي، راځئ د ټولو ځواکونو د وېستلو پر ځای کافي شمېر سرتېري افغانستان کې پرېږدو، که داسې ونه شي په دې هېواد [افغانستان] کې به د عراق داستان تکرار کړو. تاسې ګورئ چې طالبان ناتاره یرغلیز بریدونه کوي».

د اوباما او سناتور جان مکېن څرګندونو کې ښکاره ټکر ښکاري. اوباما چې په ګوندي لحاظ ډیموکراتانو پورې اړه لري د خپل هېواد تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه «مسؤولانه پای» ته رسېدلې ګڼي؛ خو جان مکېن د طالبانو د سږنو پراخو بریدونو له امله وضعیت مخ پر خرابېدو ګڼي او د «کافي شمېر» امریکايي سرتېرو د پرېښودو غوښتنه کوي.

د افغانستان جګړه دیارلس کاله وړاندې جمهوریت غوښتونکي جورج ډبلیو بوش د «ترهګرۍ ضد» په نامه پیل کړه. دا جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي. دې جګړې د دوو ولسمشرانو دوې-دوې دورې وخوړې. دوه دورې د بوش او دوه هم د بارک اوباما؛ خو لا هم د جګړې اور مخ په تودېدو او پراخېدو دی. طالبان نن د بل هر وخت په پرتله ډېر پراخ، پېچلي او تکتیکي هدفونه په نښه کوي. ننني طالبان له دیارلس کاله وړاندې طالبانو سره د پرتلې وړ نه دي. هغه مهال طالبان په بشپړ ډول له منځه تللي ګڼل کېدل؛ خو نن جان مکېن د طالبانو پراخو بریدونو اندېښمن کړی.

اوباما د «مسؤولانه پای» له اعلان څخه غواړي چې د ۲۰۱۶ په ټاکنو کې ولس ته یوه لاسته راوړنه ولري چې ګواکې د جمهوریت غوښتونکو له خوا تر ټولو اوږده جګړه دوی (ډیموکراتانو) پای ته رسولې او خپل سرتېري يې له دغسې یوې وژونکې جګړې کور ته راستانه کړي. د ده پر خلاف بیا سناتور جان مکېن چې جمهوریت غوښتونکو پورې تړاو لري غواړي د اوباما له لاسه د «مسؤولانه پای» په اصطلاح لاسته راوړنه وتروړي او دوی په همدې جګړې کې لتاړ پاتې شي.

له ۲۰۱۴ وروسته که طالبان څومره پرمختګ کوي او افغان حکومت څومره کمزوری کېږي او یا حتا حکومت په بشپړ ډول له منځه هم ولاړشي، دا ماتې د افغان حکومت ګڼل کېږي، نه د اوباما په مشرۍ د امریکا د حکومت. په اصل کې اوباما له یوې ماتې د ماهرانه تېښتې هڅه کوي او جمهوریت غوښتونکی مکېن یې همداسې لتاړ غواړي. امریکايي سیاستوال چې د جګړې موازنه تر بل هر چا ښه احساسوي، پښې سپکول ځان ته یوه «پتمنه» لار ګڼي؛ خو له بده مرغه دلته په کابل کې بیا د دوی د ګټو ساتلو ته «ژمن» «خدايي خدمتګاران» لا هم د زاړه ملا زړې تراویح تکراروي. کاش چې زموږ سیاستوالو هم د امریکايي هغو په څېر د جګړې پر عیني او ځمکني واقعیتونو سر خلاصولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x