په هرات کې ناټو ته تیل وړونکي اته ټانکران سوځول شوي
نن ټکی آسیا: په هرات ولایت کې ناټو ته تیل وړونکي اته ټانکران وسوځول شوه، او درې نور زیانمن شوله.
دغه خبر د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ورکړی او زیاته کړې ده چي تیره شپه ناوخته طالبانو د تورغنډي په سرحدي سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د تیل د ټانکرونو پر تم ځای برید وکړ، چي له امله يې اته عرادې ټانکر وسوځول شول، او درې نور زیانمن شول.
د نومړي په وینا په برید کې دوه تنه موټر چلونکي هم ټپيان شوه.
ددي پيښي په اړه تر اوسه امنیتي چارواکو څه نه دي ویلي خو د سیمي څخه عیني شاهدان پيښه تاییده وي.