ټکنالوژي

نن غوره سافټ وییر: ډیلیټ شوی فایل بیرته وګرځوئ

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۵مه ۱۳۹۳ل): وارخطا کیږئ مه؛ د ریکووا (Recuva) نومې دغه سافټ وییر ستاسې ډیلیټ شوي فایلونه ډیر په اسانۍ او له کوم خنډ پرته پیدا کوي او تاسې کولی شی چې بیا هم ترې استفاده وکړئ.

کله چې یو فایل له وینډوز څخه ډیلیټ شي نو دغه فایل ریسایکل بېن (Recuva) کې ځای پر ځای کیږي چې کاروونکی کولی شي له هغه ځایه يي بیرته راوګرځوي.

کله نا کله کاروونکي یو فایل له وینډوز او ریسایکل بېن دواړو څخه ډیلیټوي او وروسته پښیمانه کیږي خو نشي کولی چې خپل فایل بیرته وګرځوي. د ډیليټ شوي فایلونو بیرته ګرځولو لپاره ډیر زیات پروګرامونه جوړ شوي خو ریکووا یو له هغه سافټ وییرونو څخه دی چې ټول کاروونکي يي له کوم خنډ پرته استعمالولی شي.

دغه سافټ وییر د ډیلیټ شوي فایل بیرته پیدا کولو وړتیا لري. ځکه چې ډیلیټ شوی فایل په پوره ډول له منځه نه وي تللی خو له وینډوز سره يي اړیکه پرې شوې وي چې ریکووا (Recuva) سافټ وییر د ورک شوي فایل او وینډوز تر منځ یو ځل بیا اړیکه ټینګولو سره فایل بیرته ګرځوي.

د دغې سافټ وییر مسلکی ورژن بیه ۱۹.۹۵ پونډه ده خو عادي کاروونکو لپاره په وړیا ډول وړاندې کیږي او هر کاروونکی کولی شي په وړیا ډول یي ښکته کړي.

دغه سافټ وییر ستاسې ټول کمپیوټر لټوي او د ډیلیټ شوي فایلونو لیست درکوي چې له هغې څخه تاسې خپل د خوښې فایل بیرته ګرځولی شئ.

دغه سافټ وییر له دې ځایه ښکته کړئ:

http://recuva.en.softonic.com/

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x