افغانستان

بګرام: د کرسمس په مراسمو درې ځلې توغنديز بریدونه وشول

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۵مه، ۱۳۹۳ل): تېره شپه د پروان ولایت په بګرام پنډغالي کې د بهرنیانو د کرسمس په مراسمو درې ځلې توغندیز بریدونه شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په لېږلې خبر پاڼه کې ويلي، چې د دوی ملګرو د خیبر عملیاتو په لړ کې تېره شپه په بګرام هوايي اډې درې ځلې توغندیز بریدونه وکړل.

مجاهد وايي چې لومړی يې د شپې په پیل کې شاوخوا اته بجې په بګرام یو توغند ور ویشتی او نږدې نیم ساعت وروسته يې دوه میزایل په دقیقه نښه ويشتي دي.

د بګرام په هوايي اډه په داسې مهال کې توغندیز بریدونه شوي دي، چې تېره شپه په یاده اډه کې بهرنیو عسکرو د کرسمس مراسم ترسره کول.

مجاهد وايي چې ملګرو يې درېیم ځل د شپې په لس بجې دوه توغندي بیا ور وویشتل، چې په پایله کې يې د هغوی د کرسمس مراسم ګډوډ کړل او د امبولانسونو غږونه تر لرې اورېدل کېدل.

طالب ویاند وايي چې د تلفاتو اړوند يې دقیق معلومات په لاس کې نه لري.

دولتي سرچینو یا هم د ایساف مطبوعاتي دفتر تر دم ګړۍ د یادو بریدونو اړوند څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x