نړۍ

د حزب الله یو لوړپوړی چارواکی د اسراییلو جاسوس ختلی دی

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي۵مه ۱۳۹۳ل): لبنان کې د سخت دریځو شیعه‌ګانو ډلې حزب الله خپل یو لوړپوړی چارواکی اسراییلو څارګرې ادارې «موساد» ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

د لبنان غیردولتي ملیشې حزب الله ویلي چې د دوی د ډلې دغه جاسوس اسراییلو ته د عملیاتو خبر ورکاوه او عملیات يې ناکامول.

د حزب الله یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د حزب الله وسله‌والو ۳ میاشتې وړاندې د امنیتي څانګې اړوند یو کس محمدشورابا نیولی دی.

شورابا د تحقیقاتو پر مهال منلې ده چې له ۲۰۰۷ز کال راهیسې د اسراییلو څارګرې ادارې «موساد» سره کار کوي.

محمد شورابا د حزب الله د «۹۰۱څانګې» مشر و دغه څانګه په نورو هېوادونو کې د پوځي عملیاتو سره مرسته کوي.

د فرانس پریس خبري اژانس دغې سرچېنې ویلي چې محمدشورابا د لبنان پلازمېنې بیروت په جنوبي سیمه کې د حزب‌الله تر ټولو قوي مرکز کې اوسیدو او کله چې اسراییلو ته د نوموړي اړتیا پېښېدله نو دی بل هېواد ته په سفر تللو.

سرچینه زیاتوي چې د شورابا له امله د حزب الله ۵ عملیات ناکام شوي.

یاده دې وي چې په ۲۰۰۸ز کال په دمشق کې د حزب الله یو لوړپوړي چارواکي عمادمغنیه باندې موټر بم چاودنه وشوه، حزب الله ددغې چاودنې مسوولیت پر اسراییلو واچولو او د بدلې اعلان یې هم وکړ.

محمدشورابا ۵۰ کلن دی او نوموړی د حزب الله له وفادارو کسانو څخه و.

په ۲۰۱۲ کې حزب الله خپل یو بل چارواکی هم نیولی و، پر نوموړي تور و چې په ۲۰۰۶ز کال کې يې د اسراییلو سره په جګړه کې د مزایلو ځایونه اسراییلو ته په نښه کول.

حزب الله ډله له سخت‌دریځو شیعه‌ګانو څخه دي او تر شا يې ایران ولاړ دی. که څه هم دغه ډله په ښکاره ډول د اسراییلو مخالفت کوي خو شننونکي وايي چې دغه ډله اسراییلو غټه کړه او د اسراییلو مخالفه نه ده.

دوی وايي چې حزب الله ځېنې لوړپوړي کسان له دې امله نیسي چې د خلکو پرې باور او اعتماد زیات شي. حزب الله په ۲۰۰۶ز کال کې له اسراییلو سره جګړې وکړې او له هغې ورځې دغې ډلې ته لویدیځ پراخه تبلیغات کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x