افغانستان

طالبان: د افغان دولت ځواک له صفر سره ضرب دی

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۵مه، ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ملاتړي په تېرو دیارلسو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو رامنځته کول او روزل خپله لویه لاسته راوړنه بولي، خو طالبان وايي چې د دې ځواکونو ځواک له صفر سره ضرب دی.

طالبانو د روسي ښکېلاک د ورځې د رارسېدو په مناسبت په خپره کړې اعلاميه کې ویلي دي، چې امریکا د تېښتې په حال کې ده او په افغانستان کې پاتې کېدونکي روزل شوي يې هغوی ته د پاتې کېدو زارۍ ځکه کوي چې د دوی ټول ځواک او چمتوالی له صفر سره ضرب دی.

اعلامیه کاږي: «الله تعالی، دافغانستان  داسلامي  امارت  تر نجات بښونکي  سیوري  اوقیادت  لاندې  دافغان ننګیالي ولس په جهادي مټو کې دومره  قوت او هیبت واچاوه،  چې   دامریکا او ۴۹ اشرباڼو هیوادونو، قووتونه  او طلسمونه يې  رسوا اوله شکست سره مخ کړل، خبره اوس دې سرحدته ورسیده  چې امریکايان  په يولوريز ډول د جګړې د پای ته رسیدو خبره کوي او  ډيری ځواکونه يې په ټيټ سر  له افغانستان څخه د تېښتې  په حال کې  دي.

ورسره یې د۴ لکه  اجیرجنګي ځواک، چمتوالی هم داسې له صفر سره ضرب ده چې دکابل  اداره په ډاګه   امریکایانو ته وايي، چې که تاسې له افغانستان څخه ټول ځواکونه باسئ او موږ تنها پريږدئ، نو افغانستان زمونږ له لاسه  تلونکی او وتونکی دی.»

طالبانو په دې اعلامیه کې امریکا او د روس یرغل دواړه ناروا بللي او پر وړاندې يې دواړه ولسي پاڅونونه مقدس جهاد بولي او وايي چې امریکا او ملاتړي دې يې هم د روسانو او د هغوی د ملاتړو د انجام په تمه اوسي.

لیکي: «دافغانستان اسلامي  امارت په داسې حال کې چې دجدي  دشپږمې  یرغل دافغانستان دټولو بدبختیو مهم عامل بولي  او په عاملینو او ملاتړو یې نفرین استوي،  ورسره یوځای امریکایانو او د هغوی ملاتړو ته هم  په ورته برخلیک د اخته کېدو خبرداری ورکوي .»

یاده اعلامیه د موضوع د اهمیت په خاطر دلته کټ مټ خپروو:

د جدې د شپږمې په اړه، د افغانستان د اسلامي امارت اعلامیه

پنځه دېرش کاله وړاندې  د ۱۳۵۸ل کال دجدې په شپږمه نېټه د پخواني شوروي سرو لښکرو د خپلې پلیدې کمونیستي نظریی د پلي کولو او دنړۍ خور ښکیلاکي پلان د پراختیاپه نیت دافغانستان په پاک حریم یرغل راووړ .

سرو لښکرو، د یولک لس زره پوځیانوپه شتون، لس کاله د افغان مظلوم ولس په خلاف وجنګیدل، زمونږ یونیم میلون مسلمان  هیوادوال یې شهیدان، درې میلونه یې معیوب او له پنځو میلونو زیات یې هجرت او کډوالي ته اړ ویستل .

افغان میړني ولس، د استکبار له لاسه دغه ټول کړاوونه، اوږده ناورینونه او قربانۍ تحمل او وزغملې، خو له خپلې برحقي داعيې او پاک عزم څخه یوه لوېشت هم  وروسته او شاته نه شول.

هماغه و چې الله تعالی، د متحد افغان ولس د تورې  او متین عزم په نتیجه کې نه دا چې د شوروي وحشي ځواک مات او د زرګونو عسکرو په وژل کېدو یې د افغانستان خاوره پرېښوده، بلکې د افغان جهاد په برکت  د ټول شوروي  اتحاد امپراطوري  هم محوه او نابوده وګرځېده، په هغه برسېره یې ټوله نړۍ له شر څخه خلاصه او ازاده شوه .

اوس چې د پخواني شوروي د کرغېړنو لښکرو له شکست او ګونډه کېدو څخه  ۳۵ کاله تېرېږي، د افغانستان خاوره او مسلمان ولس د یو بل جهان خور استکبار ( امریکا) تر ناروا او مکار یرغل او وحشت لاندې شپې او ورځې تېروي .

امریکا او متحدینو یې د نږدې ۱۴ کلونو په ترڅ کې د یو نیم لک مجهزو عسکرو او پرمختللې جنګي ټکنالوژۍ د هر ډول وحشت په کارولو او د څه باندې یو ټريليون ډالرو په  مصرفولو خپل ټول زور وواهه، تر څو د افغان ولس  دیني غرور اوبه او د خپلواکي ګټلو له  داعيې څخه یې واړوي .

الله تعالی، دافغانستان  داسلامي  امارت  تر نجات بښونکي  سیوري  او قیادت  لاندې  دافغان ننګیالي ولس په جهادي مټو کې دومره  قوت او هیبت واچاوه،  چې   د امریکا او ۴۹ اشرباڼو هیوادونو، قووتونه  او طلسمونه يې  رسوا او له شکست سره مخ کړل، خبره اوس دې سرحدته ورسیده  چې امریکايان  په يو لوريز ډول د جګړې د پای ته رسیدو خبره کوي او  ډيری ځواکونه يې په ټيټ سر  له افغانستان څخه د تيښتې  په حال کې  دي.

ورسره یې د۴ لکه  اجیرجنګي ځواک، چمتوالی هم داسې له صفر سره ضرب ده چې دکابل  اداره په ډاګه   امریکایانو ته وايي، چې که تاسې له افغانستان څخه ټول ځواکونه باسئ او موږ تنها پريږدئ، نو افغانستان زمونږ له لاسه  تلونکی او وتونکی دی.

دافغانستان اسلامي  امارت په داسې حال کې چې د جدې د شپږمي  یرغل د افغانستان د ټولو بدبختیو مهم عامل بولي  او په عاملینو او ملاتړو یې نفرین استوي،  ورسره یوځای امریکایانو او د هغوی ملاتړو ته هم  په ورته برخلیک د اخته کیدو خبرداری ورکوي .

د افغانستان د اسلامي امارت

۴/۳/۱۴۳۶هـ ق

۵/۱۰/۱۳۹۳هـ ش ــ 2014/12/26م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان ځلمی

الله ج فرمایی ، کله چه حق رادمخه شی باطل له منځه ځی ، مګرد حق رادمخه کیدلو شرط دی او په افغانستان کی له هماغه ورځی چه باطل رامنځته شوی حق هم موازی ورسره رادمخه شوی ، نودغه د حق د رادمخه کیدولو ستونزه مونږ نه لرو . کله جه مونږ د حق نوم اخلو حق د الله ج نوم دی د حق د نوم سره ایمان ، مورال او د بریاوو نور ټول شرطونه ملتیا لری الله چ فرمایی تاسی بریالی یاست که تاسی ایمان لری نه یی دی ویلی که تاسی وسلی ، پیسی اووسیلی لری ،… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x