شعـــــرونه

د کاڼي زړه _ غزل

 حمدالله حلمیار

مخ یي سپین دي د ګلاب په شان نازک دی
خو د ښکلو زړه د کاڼي غوندي کـلک دی

 لا تر اوسه دیدنونه په حســــــــاب ږدي
لا تر اوسه یي زما پر وفا شـــــــک دی

 بنیامین یم زندانونه پسې ګـــــــــــورم
د یوسف په شانې ښکلی ورور مي ورک دی

 د هجران په تروږمیو کي جانانــــــــــه!
ستا راغلی سلام سم د ســـــبا څرک دی

 راشه کینه چي دا خپل زړه درته تش کړم
دا میوزیم له عجایبو څخـــــــــه ډک دی

 لګولی چي مي ستا د کــــور درک دی
حلمیاره! په غم بار زړګی مـي سپک ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x