اوښکې ـ ساپی

حمقل ساپی

زما دا اوښکی به له تنه چيرته شړی نه ځي
خامــــــــخا ځان سره به چيرته غمازان وړي

دا جالګران چې په سيندونو کې ميان نيسي
داسې يو وخت به داسيندونه جالګران وړي

دا ګيدړان چې هم پوستکي دزمرو اغوندي
دغه مــــــکاره ګيدړان به هم زمــــــريان وړي

دغـــــه د بل په دانو مست زاړه او نوي چرګان
يو وخــــت به داهم دامکاره ګيــــــــدړان وړي

دا چې د بل په غوښو غټ شول او ظلمونه کوي
د دوی دا غوښـې به په قـــــبر کې خواران وړي

زما د سـترګو دغه مړې- مړې څڅيدلې اوښکې
دا به د پـــيل غوږ کي ويده ټول افـــــــغانان وړي

زما د حـــــــــــقمل دغه غمجنې او دامړې خبرې
يو وخـــــــــت به دا خبرې ځان سره ځوانان وړي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د