د بادغيس د مرستيال والي پر موټر چاودنه شوې
نن ټکی آسیا: تیره ورځ د بادغیس ولایت د والي مرستیال پر موټر باندي چاودنه وشوله، چي له کبله يې دوه تنه ساتونکي مړه او یو ټپی شو.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ددغه خبر ورکولو سره وویل چي تر اوسه د والي د مرستالی عبد الغني صابر په اړه معلومات نه لري.
د بادغیس ولایت د والي ویاند حاجی شرف الدین مجیدي په دغه اړه رسینو ته ویلي چي تیره ورځ د مقر د ولسوالۍ د اب کمري په سیمه کې د مرستیال والي پر موټر ماین وچاودید چي هیڅ ډول زیان يې نه دی اړولی، او یواځي موټر لږ زیانمن شو.