
حجاب په اسلام اوساينس کې(۱۳)
عبدالغفار جُبیر
حجاب د مومنانو لپاره (که نر وي او که ښځه) د دواړو لپاره د پاکۍ سمبول دی، دا ځکه چی دا حجاب د نفس خلاف یو کار دی او د نه حجاب په صورت کې کېدای شي، د نر او ښځې په زړونو کې یو څه شیطاني تمایلات په څپوشي او کله چې حجاب وي؛ نو د زړه د دید او خیالاتو دروازه هم بنده شي او فتنه بیا دلته ذلیله شي، او ټغريې ټول شي، چې حجاب د ناروغه زړونو، احساساتو او فکرونو لپاره یو ښه دارو درمل دی. الله جل جلاله په دې ایات کې یواځې په حجاب باندې کفایت نه کوي اوفرمایي:
ژباړه:
نوکه چیرې پرهېزګاري کوئ تاسې، پس مه کوئ نرمۍ په ویلوکښې پس (که پسته خبره تاسې وکړه) نو په طمع کښې به پرېوځي هغه څوک چې په زړۀ کښې يې رنځ وي (د نفاق یا د فجور) او ووایئ تاسې خبره ښه (ځیږه)۔ (الاحزاب 32)
ددې ایات مبارک څخه دا ښکاره شوله چې و ښځې ته دانه ده پکار چې د نامحرم سړي سره په نرمۍ سره خبرې وکي دا ځکه داخبرې پر هغه اغیزه کوي او د هغه څه توقع پیداکیږی، نو په کار داده د مومنو ښځو لپاره چې د چاسره خبرې کوي په تونده لهجه اوځیږ اواز سره دې يې کوي۔ چې دا هم د خبرو حجاب دی۔
4: حجاب پوښ دی:
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: الله جل جلاله حیاء خوښوي او نبي کریم صلی الله علیه وسلم همدارنګه فرمایي: که کومه ښځه په کور کې د خپل مېړه څخه ماسوا خپل ځان بې ستره کي، نو دې ښځې هغه د عزت پوښ (حجاب) چې الله جل جلاله ورکړی دی مات کړ، چې په دې سره به دامجازات شي۔
5: حجاب تقوی ده:
الله جل جلاله وایي:
ژباړه:
اې زامنو د ادم! په تحقیق سره نازل کړی (لېږلې) دی موږ پر تاسو لباس ((کالي)) چې پټوي عورتونه ستاسې، او ((درلېږلی مو دی لباس د ښایست او)) د زینت کالي، او لباس د تقوی (چې خلاصي پرې راځي له عذابه) دغه لباس د تقوی خیر دی له نورو دغه ((رالېږل د پوښاک) له علامو د رحمت، فضل اوقدرت، د الله دی لپاره د دې چې دوی پند واخلي ۔ (سورت الاعراف، 26)
نو نن سباچې کوم د ښځوکالي په نړیوال مارکېټ کې خرڅېږي، د هغو موخه ځان ښودنه، فېشن او یو پر بل باندې د ویاړ او فخر لپاره دي، نه د ځان د پټولو او عورت پټولو لپاره، کالي يې اغوستي وي او لوڅه بربنډه وي، خو د مسلمانو ښځو لپاره کالي او حجاب لومړی د الله جل جلاله امر دی، بیا د پيغمبر صلی الله علیه وسلم امر دی، ځان پټول دی، ځان ساتل دګرمۍ، یخنۍ او ناوړو اعمالوڅخه چې دا دتقوی لوړه مرحله او درجه ده۔ چې دا هو به هو د تقوی په سمندرکې ځان ورغوټه کول دي۔
نوربیا…