افغانستان

لوګر: بهرنیو ځواکونو ۵ ملکي وګړي شهیدان او ۵ نور ټپیان کړي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومې۵مه ۱۳۹۳ل): د لوګر ولایت په بره‌کي برک ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې د دوو کورنیو ۵ کسان شهیدان شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه بمبار بېګا د شپې شاوخوا ۰۳:۳۰ بجې د بره‌کي برک ولسوالۍ په ابجوش سیمه کې په ملکي وګړو شوی.

د بره‌کي برک ولسوال انجنیر رحیم امین نن /جمعه، مرغومي۵مه/ منلې ده چې په دغه ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو بمباري کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د بمبارۍ له کبله ۵ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د بره‌‌کي برک ولسوال له قوله چې په دغه سیمه کې افغان ځواکونو بېګا شپه عملیات پیل کړي و او معلومه نه ده چې بمباري د افغان ځواکونو په غوښتنه شوې او یا په خپل سر بهرنیو ځواکونو کړې.

د لوګر ولایت سرپرست والي ویلي چې بهرنیو ځواکونو پر طالبانو بمبار کاوه خو هدف یې غلط کړی او پر ملکي وګړو یې بمونه غورځولي چې له کبله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د بره‌کي برک ولسوالۍ د آبجوش سیمې اوسیدونکي احمدسهیل پژواک ته ویلي چې په بمبارۍ کې دوه منزله کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

بهرنیو ځواکونو تر دې مهاله ددغې بمبارۍ په اړه نظر نه دی څرګند کړی.

د یادونې وړ ده چې د لیندۍ پر ۱۹مه بهرنیو ځواکونو د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې د ښوونځي پر زده کوونکو بمبار وکړ چې له امله یې ۵ تنه متعلمین ووژل شول.

دغه متعلمین چې تازه دم له ښوونځي فارغ شوي وو، په یوه باغ کې درس ویلو او د کانکور لپاره یې تیاری کاوه.

د ګډحکومت دواړو مشرانو د سیاګرد د پېښې په څېر ددې خبر د خپریدو تر شېبې په لوګر کې د بهرنیانو د دغه خونړي بمبار په اړه نه څرګندونې کړي او نه یې هم غندلی دی.

شننونکي دغه بمبارونو د امریکا سره د شوي امنیتي تړون «تحفه» ګڼي.

د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ نوي حکومت د خپلې ۵ کلنې دورې پر دوهمې ورځ له امریکا سره امنیتي تړون او له ناټو سره سوفا تړون لاسلیک کړ. ددغه تړون له مخې ټول امریکایانو ته په افغانستان کې قضايي مصوونیت (یعنی که جرم وکړي په افغانستان کې نه محاکمه کیږي) ورکړل شوی دی.

ولسي خلک وايي چې د ملکي وګړو په وژنه به بهرني ځواکونو یواځې بخښنه وغواړي او بس. د بره‌کي برک ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي محمدشفیع نن ټکی اسیا ته وویل چې د بهرنیو ځواکونو بمبارۍ له کبله په ولسي خلکو کې د غچ اخېستلو اور بل شوی دی. نوموړی زیاتوي چې «پښتون په هيڅ شرط خپل غچ چاته نه پریږدي پاتې لا امریکایان چې په وژلو یې ثواب هم ترلاسه کوي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودالغزنوی

إنالله وإناإليه راجعون,أللهم تقبل شهادتهم وأجعل دماءهم سببالفتح بلدناوسائربلادالمسلمین،،أللهم علیک بالیهودوالنصاری وجواسیسهم

ابن شهید ين

يارب يا رحمن يا الله ..ته يي قريبانو ته صبر اونيكه بدله وركري .
تر سو به زمونك دبجو ويني تو ييزي تر سو به زما ورنه وزل كيزي لا تر سو به دا دوينو سيلا بونه جاري وي………
يا قوي يا متين يا جبار يا قهار هر سوك جي مظلوم افغانان وزني ته يي ووزني ته يي ختم كري ته يي ورك كري ته يي هلاك كري ته يي بر باد كري ته يي تباه كري…

حماد

و لا تحزن تاسو مه خپه کیزی که چیری مومنان یاست دوه کاله مخکی حج ته تللی وم د شپی مذدلفه کی په شګو کی پروت وم یو الجزایری عرب راته راغی او وویل ای افغانه ته دلته څه کوی ستا د حج سره څه دید اسارت نه په زاریو او دعاګانو نه خلاصیزی بلکه د اسارت او غلامی د خلاصون لار جهاد دی ماته د هغی خبری ټکان راکړ ما رشتیا ډیر الله ج ته وژړل چه یا الله ته مونژ ددی ظلمونو د کفارو نه خلاص کړی خو الله واییی ته حرکت وکړه زه به کمک درسره وکړم… نور لوستل »

ابن شهید ين

حماده …… اتق الله.. دعا دعبادت مغز ده. به دعا باندي د الله نبي صلي الله عليه وسلم ديري زياته غوشتني حل كري او دخبلو تو لو مشكلاتو دحل لباره يي دعا وي غوشتي حتي دجهاد نو به شيرع كه يي اول اجتماعي دعا وي غوشتي …. دا جي ته ددعا دنه غوشتو لباره دالجزايري خبر مني او ستا زره يي تكه ولي … يا دا جي دعا دخزو او بو دا كا نو كار دي .. اتق الله .. دا كوم دليل ده جي ته يي را مخي ته كوي … او بيا واي جي الله عزوجل واي ته… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x