افغانستان

غزني: د کابل – کندهار پر لویه لاره طالبانو د ګډو ځواکونو پر کاروان برید وکړ

roadside_bomb_in_GhazniApril_18_2011نن ټکی آسیا: لږ ګړی مخکي د کندهار- کابل پر لویه لاره د غزني ولایت د مقر په ولسوالۍ کې د کمردین کلا په سیمه کې د طالبانو له خوا د بهرني او افغاني پر ګډو ځواکونو باندي برید تر سره شو، چي له کبله يې دغه لار د مسافرو او ترافیک پر مخ تړل شوې وه، او د جګړې د پای ته رسیدو سره سم خلاصه سوله.

د پيښي د ځایه څخه د نن ټکی آسیا همکار بخت الرحمن بخت چي کابل ته روان وو،

او جګړه يې له نيژدې څارله وویل چي برید ډیر شدید وو، او ډیري ډزي اوریدل کیدلی، امنیتي ځواکونو چي بهرنیان هم ورسره وه، موټران او خلګ نه پریښودل چي د جګړې ځای ته ورسي.

نومړي وویل کله چي موټرونو ته اجازه ورکړه شوه، نو ده ولیدل چي د ملي اردو یو رینجر ډوله موټر په بشپړه توګه له منځه تللی وو، او په داسي حال کې چي امنیتي ځواکونو سیمه کلا بنده کړې وه، او لوړ د بهرنیانو چورلکو ګزمي کولي، د سیمي ماشومانو د ویشتل شوي موټر څخه وسپني شکولي او ځغلولې.

د نومړي په وینا تر اوسه دا نه ده جوته شوې چي څومره عسکر به په دغه برید کې وژل شوي وي، خو ځینو عیني شاهدانو ده ته وویل چی دوه یا درې عسکرو ته به مرګ ژوبله اوښتې وي، او د طالبانو په اړه نومړي وویل چي یو شمیر طالبان پر ۷ موټر سایکلونو باندي راغلي وه، چي له برید وروسته بیرته په بریالیتوب سره وتښتیدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x