نظــر

ډېر ووژنه او سرې سترگې گرځه

لیکوال: لمر شرفزی

عجیب انصاف ندی؟ د ډاکټر نجیب د واکمنۍ په استخباراتو کې د تحقیقاتو د څانگې مشر عادل، چې اوس په المان کې ورځپاڼې پلوري؛ د خپلې دندې پر مهال دېرش زره افغانان وژلي او نړیوالو رسنیو هم ددې سړي په اړه څو وار راپورونه خپاره کړي؛ ترڅو محکمې ته راکش کړای شي، خو لا هم په المان کې سرې سترگې او ازاد گرځي.

خو د غزني اوسیدونکي محمد نبي لس کاله مخکې په غزني کې د کاناډا اوسیدونکې “بتینا” په یو زیارت کې په توپانچه وویشته او ووژل شوه، محمدنبي او ورسره موټرسایکل سپور “ضیاء احمد” په همغه ورځ په غزني کې پولیسو ونیول او کابل ته را انتقال شول.

محکمو ته یې د کاناډایي وژل شوې میرمن بتینا کورنۍ راغله او د قاضيانو په مخ کې یې د بتینا وژونکي وبخښل، د ابراء قانوني مراحل یې هم بشپړ کړ او ابراء خط هم له دوسیې سره ضمیمه شو، خو د کابل درېواړو محکمو له ابراء سره په اعدام محکوم کړل او لس کاله کېږي، چې په پلچرخي زندان کې د اعدام د کړۍ په انتظار شپې تېروي.

عجیب انصاف ندی؟ د کمونیستي دورو د استخباراتو رییس اسدالله سروري له سل زره څخه زیات افغانان د خپلې دندې پرمهال وژلي، لسگونه کسانو پرې مستقیمې او له قانوني مرحلې تېرې شوې ادعاوې کړي او سلگونه ثبوتونه شته چې د سروري په خپله گوته د زرگونو افغانانو سینې او ټنډې د توپانچې خو خولې ته درول شوي.

د بشر د حقوقو د کمیسیون د رییسې “سیما ثمر” په وینا د دوی معلومات ښیي، چې تر اتیا زره پورې افغانان د اسدالله سروري په امر په ډله ییزه توگه وژل شوي او یا په ډله ییزو قبرونو کې ژوندي تر خاورو لاندې شوي.

سروري د امریکا تر چتر لاندې د کابل محکمو په اتلس کاله بند محکوم کړی.

خو د میدان وردگ د سره پله د سیمې اوسیدونکی مولوي میر احمد په کابل کې د مدرسې مدرس عالم و، د کابل د کمپنۍ په سیمه کې یې کور ته یوه شپه درې تنه میلمانه ورغلل او د شپې ناوخته د ملي امنیت لخوا دده په کور چاپه واچول شوه؛ د چاپې په جریان کې میلمنو د ملي امنیت له یو عسکر څخه کلاشینکوف واخیست او جگړه پیل شوه؛ په نېږدې نیم ساعت جگړه کې د ملي امنیت یو عسکر ووژل شو او دوه ټپیان شول او میلمانه په تېښته بریالي شول. ملي امنیت له میلمنو سره د تړاو په جرم مولوي میر احمد توقیف کړ او د کابل درېواړو محکمو په دې جرم چې دده میلمنو د ملي امنیت یو تن وژلی؛ مولوی میر احمد په اعدام محکوم کړ او درې نیم کاله کېږي، چې د پلچرخي په زندان کې د اعدام د کړۍ په انتظار شپې تېروي.

عجیب انصاف ندی؟ د زلمی بلوغین په نوم مشهور سړي تښتوونکی له پینځه ویشت په زیاتو د سړي تښتونې په پېښو کې لاس لري او د سړي تښتوونې پر مهال یې د پیسو د نه ورکړې له امله د ماشومانو په گډون له پینځلس زیات کسان وژلي او مړي یې کورنیو ته د کابل د ښار په یوه څنډه کې غورځولي، له لسو ډېر کره ثبوتونه هم پرې شته او د پیسو په بدل کې را ازاد کړو څو کسانو پرې مخامخ شاهدي هم ورکړې، خو د کابل حکومت په پینځلس کاله بند محکوم کړ او څو شپې وروسته به له زندانه ازاد شي.

خو د یولس کاله مخکې د جلال اباد د امنیه قومندان “عجب شاه” د وژنې په تور د ثبوت په نه شتون کې له شپږ نیول شویو کسانو څخه درې یې “میرزاگل، عبدالرحمن او احسان الله” په اعدام محکوم شول او شپږ کاله مخکې په پلچرخي کې په دار را وځړول شول او پاتې درې تنه یې “داوود، کمال ناصر او یو تن بل” په شل کاله قید محکوم شول.

عجیب انصاف ندی؟ حکیم شجاعي په تېرو دېرشو کلونو کې د ارزگان سلگونه اوسیدونکي وژلي او څو واره یې د نیولو امر هم وشو، خو لا هم سرې سترگې گرځي.

خو د بغلان اوسیدونکی مولوي متوکل او دوه تنه ملگري یې دوه کاله مخکې په دې جرم په پلچرخي کې په دار وځړول شول، چې د بهرنیو ځواکونو پر ټانک په چاودنه کې بهرني عسکر او دوه تنه لاروي وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed Arif Sayedi

ریشتیا هم . دیره شه لیکنه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x