افغانستانخبرونه

پدرام: د بهرنیانو له وتلو وروسته طالبان واک ته رسېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومی، ۵مه، ۱۳۹۳): په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی او د ملي کنګرې ګوند مشر عبداللطیف پدرام په دې وروستیو کې یو ځل بیا د اشرف غني او عبدالله عبدالله پر ګډ حکومت او امریکایي رژیم سختې نیوکې کړې دي. پدرام د بهرنیانو له وتلو وروسته د افغان حکومت پر وړتیا شک څرګندوي او په خبره یې ښايي له سقوط سره مخ شي.

ښاغلي پدرام چې طلوع نیوز یوې خپرونې کې خبرې کولې وویل: «افغان حکومت دومره کمزوری دی چې نه شی کولای د بهرنیانو له وتلو وروسته د طالبانو د غورځنګ د بریدونو مخنیوی وکړي». د دې پوښتنې په ځواب کې چې پایله به څه شي، پدرام وايي: «حکومت به سقوط وکړي».

ډاکټر پدرام په زغرده وویل چې امریکایان ښکېلاکګر دي او د ملي یووالي ګډ حکومت د جان کېري لاسته راوړنه ده. ښاغلي پدرام وايي: «د امریکایانو په اشغالګر ګڼلو کې د طالبانو په ګډون له ټولو اسلامي خوځښتونو سره همنظره یم».

ښاغلی پدرام د «ترهګرۍ ضد» جګړې سره موافق نه دی. دی وايي دا جګړه د امریکایانو د ګټو ده. ترڅو یې چې ګټې په جګړه کې وي، دلته جګړه کوي او کله چې يې ګټې ایجاب کړي چې له سیمې ووځي، بې له ځنډه به وځي. د دې پوښتې په ځواب کې چې د «ترهګرۍ ضد» جګړې پایله به څه شي، پدرام وايي: «هېڅ، امریکایان اصلاً په دغسې یو څه باور نه لري. امریکایان درواغ وايي. امریکا په خپله د تروریزم یو صادروونکی هېواد دی».

عبداللطیف پدرام ډیموکراسي د امریکایانو په لاس کې حربه ګڼي: «د هانټنګټن په څېر امریکايي مفکرین شته چې وايي ډیموکراسي زموږ د ګټو له پاره یوه وسیله ده، چې چېرته مو په ګټه وي ترې کار اخلو».

ښاغلي پدرام د ګډ حکومت مشران «غلامان» ګڼي: «بې‌ له شکه چې دا دواړه مشران غلامان دي. جان کېري راغی او دا دواړه یې څنګ پر څنګ کښېنول او دا حکومت یې جوړ کړ».

پدرام د طالبانو په اړه وايي: «د طالبانو یوه زیاته برخه چې جنګېږي د دین او وطن په تړاو د خپلو باورونو پر مټ جګړه کوي». دا چې پدرام له طالبانو څه ډول تعریف لري وايي: «بې له شکه طالبان یو اسلامي خوځښت دی. موږ یو نص لرو چې قرآن کریم دی. زموږ مقدس آسماني کتاب. مګر کوم تفسیرونه چې موږ له دې نص څخه لرو، متفاوت دي. قرائتونه متفاوت دي. که موږ له دې نص څخه یوازې یو تفسیر درلود؛ نو دومره تفاسیر نه لیکل کېدل. یو له دغو تفسیرونو څخه طالبان دي. ډېر څرګند، طالبان یو دیني تفسیر دي. مثلا، یو تفسیر د ښاغلي محمد مرسي دی، یو تفسیر د ښاغلي شریعتي دی، یو تفسیر د ښاغلي سروش دی او یو تفسیر هم د ښاغلي ملا محمد عمر دی. دغه یو متن د ټولو په لاس کې دی او خپل خپل تفسیرونه ترې کوي».

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان «ترهګر» دي، پدرام وايي: «د ترهګرۍ بحث ډېر پراخ دی. ترور یعنې د وېرې خپرول، معنا يې همدا ده. مګر د تروریزم بحث ډېر لوی او پراخ دی.»

ښاغلی پدرام وايي دا چې امریکایان له افغانستانه وځي، دا یې ښايي له خپلو ګټو سره همغږې وي؛ خو د امریکایانو له وتلو وروسته دا کمزوری دولت نه شي کولای د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي او سقوط به وکړي.

عبداللطیف پدرام وايي چې د امریکایانو سیاست د کرزي، اشرف غني او عبدالله عبدالله په څېر کسانو له خبرو او دریځونو ډېر پورته دی. امریکایان دوی ته ډېر لږ ارزښت هم نه ورکوي.

له عبدللطیف پدرام څخه یې وپوښتل چې اوس د ولسي جرګې غړی دی او که طالبان وای ښايي افغانستان نه شوای راتلای: «دا په دې معنا نه ده چې موږ د طالبانو د حکومت پر مهال نه شوای کولای افغانستان ته راشو اوس چې هر جنایت کېږي موږ ته دې محترم وي. هغه مهال دې پر خپل ځای وڅېړل شي او دا جنایتونه دې پر ځای کې بررسي شي».

ښاغلی پدرام د هغو کسانو په اړه چې ولې لا هم له امریکایانو سره مرسته کوي وايي: «ځکه چې دوی امریکایان نه پېژني. او یا هم امریکایان ورته پیسې ورکوي او ګټې یې د امریکایانو له ګټو سره تړل شوي دي. دوی امریکایانو ته خدمت کوي. امریکایان موږ تر بل هر چا ښه پېژنو؛ مګر دا چې امریکایان ولې ځینې د خپلو ګټو له پاره غوره کوي، دا هغوی د خپلو فکري او اعتقادي تمایلاتو په پام کې نیولو سره انتخابوي».

پدرام د ګډ حکومت په تړاو فکر نه کوي چې کارونه دې تر دې بهتره شي. دی وايي بحران له لا پراخ شي. د ګډ حکومت دوه مشران نه شي کولای له یوه بل سره په ګډه کار وکړي.

د ښاغلي پدرام په باور د حل لاره د ټاکنو باطل اعلانول او د افغانستان له ټولو سیاسي بهیرونو جوړ یو لنډمهاله حکومت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زه باور لرم ، چه ورو ورو به دشمنان هم حقایق درک کړی ، دوستانو درک کړی ، سعدی صاحب فرمای ( دوستان را کجا کنی محروم تو که بادشمنان نظر داری ) الله ج چه د امریکایانو په مقابل کی د اسلام په دشمنانو هم د رحم نظر کوی کولی شی دا د الله ج فیصلی او معجزی دی څوک یی مخه نه شی نیولای . پدرام هم داسی معلومیږی چه د ۴۰ او ۵۰ کلونو ترمنځ عمر به لری که ۴۵ کاونه عمر یی ومنل شی د روسانو دیرغل وخت کی به پنځه کلن او د وتلو وخت… نور لوستل »

ډاکتر احمدی

بیانزی صاحب ښه تحلیل او ښه برداشت مو کړی دی خو یوه خبره ده چی دا سړی د کوم ځای نه اوبه څښی د هغوی په اشاره دا خبری کوی ؟ ځکه ددی پخوانی دریځونه داسی نه وو او به هماغی مرکه چی کله د خبیث طلوع تلویزون نطاق ترینه و پوښتل چی ستاسی نظر په دی مورد کی طالبانو سره یو شان نه دی؟ د وویل چی ځه د خپل ځان په نمایندیګی او د خپل حرکت په استازیتوب خبری کوم هر شی ته طالبانو سره ربط مه ورکوی؟ او په دی منطقه کی په لس هاوو داسی ډلی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x