افغانستان

ناڅرګندو وسله‌والو د غزني ولایتي شورا وکیله پر ډزو ویشتې

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۵مه ۱۳۹۳ل): د غرني ولایت د ولایتي شورا پر یوې وکیلې د کور مخې ته ډزې کړي چې له امله یې نوموړې ټپي شوې.

د غزني ولایت ویاند شفیق ننګ ویلي چې دوه تنو موټرسایکل سپرو د غزني ولایت ولایتي شورا غړې ذکیه رحیمي ته عریضه راوړې وه او وروسته یې پرې بې غږه تمانچه ډزې کړي او بریدګر په تېښته بریالي شوي.

ننګ زیاتوي چې دغه پېښه له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۱ بجې رامنځته شوه او پولیسو د پېښې په تړاو څېړنې پیل کړي دي.

د غزني ولایت ولایتي شورا مرستیال عبدالجامع جامع په ذکیه رحیمي برید تایید کړی او د نوموړې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ بللی دی.

د غزني ولایت د مرکزي روغتون مشر ډاکتر بازمحمد ویلي چې ذکیه رحیمي یې روغتون ته راوړل شوې او اوسمهال تر تداوي لاندې ده.

تر دې مهال د برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخېستی.

د يادونې ده چې دوه مياشتې مخکې د ذکيه رحيمي خاوند د خپل يوه ګاونډي له خوا هغه مهال ووژل شو، چې کله يې د ماشومانو په سر ورسره شخړه رامنځته شوه.

داسې انديښنې شته چې ښايي په ذکیه رحیمي هم دغو پخوانیو ګاونډیانو برید کړی وی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x