افغانستان

په خوست کې دڅټک غبرګون قومندان ووژل شو

abdul_zahir_khost_chatak_ghabargoonنن ټکی آسیا: له خوست نه په وروستیو ترلاسه شو یو خبرونو کې راغلي چې ددغه ولایت دچټګ غبرګون قومندان عبد الظاهر نن سهار دیوه سرښندونکي برید په ترڅ کې ووژل شو.

خبر زیاتوي نومړی هغه وخت تر برید لاندې راغی چې کله نن سهارپه محلي وخت اوه نيمو بجو له خپلو محافظینو سره یوځای دخپل کار په لور روان وو .

په دغه برید کې د قومندان عبد الظاهر په وژل کیدو برسیره دهغه یوتن ساتونکی هم سخت ژوبل شوی.

په برید کې دری تنه ولسي کسان هم مړه او نیږدي ۲۳ نور ژوبل شویدي.

خوست یوله هغو ولایتونو څخه دی چې په دي وروستیوکې دطالبانو له لوري په بهرنیو اوکورنیو ځواکونو باندې بریدونو ډیر زوراخیستی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددغه برید مسؤولیت په غاړه اخیستی، او ویلی دي چي د ګل حميد په نوم د يو تن طالب لخوا چې نظامې يونيفارم يې اغوستي ؤ د چټک غبرګو د قطعې په مرکز کې په داسي حال کې تر سره شو چې بهرني او کورني مسئولين په زده کړه بوخت وه.

هغه زياته کړه چې بريد کې ديارلس (13) تنه بهرنيي او کورني عسکر چې قوماندان عبدالظاهر هم پکې شامل دي وژل شوي او اتلس (18) تنه نور ټپيان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x